د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزیلينډ په لومړۍ شل اوریزه کرکټ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه


د دواړو هېوادونو ترمينځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ پر ۲۹مه کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمينځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ پر ۲۹مه کېږي.

د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه پرون (د جنورۍ پر ۲۷مه) نیوزیلنډ پر ۲۱ منډو وګټله.

نیوزیلينډ اول بیټنګ وکړ او په شلو اوورنو کې یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکلو. هند یې په ځواب کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

ډیري میچل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دواړو هېوادونو ترمينځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ پر ۲۹مه کېږي. تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر مينځ د درو يو ورځنيو لوبو لړۍ هند ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG