د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار کې د نشيي موادو د کارولو او کاروباریانو خلاف لاریون شوی


د لاریون پر مهال خلکو بینرونه هم پورته کړي ول چې پرې د نشو د کاروباریانو خلاف شعارونه لیکل شوي ول. 
د لاریون پر مهال خلکو بینرونه هم پورته کړي ول چې پرې د نشو د کاروباریانو خلاف شعارونه لیکل شوي ول. 

د قبایلي ضلعې کورمې انتظامیه وايي، د مخدرو موادو پر ضد یې په پراخه کچه مبارزه پیل کړې او په دې لاره کې د اولس مرسته اړینه بولي.

له مخدرو موادو د ځوانانو د ژغورلو په خاطر په پاړه چنار کې د جنورۍ پر ۲۷مه یو لاریون هم ترسره شو چې ورکې د انتظامیې مشرانو، ځايي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو برخه واخیسته.

د ضلعي انتظاميې یو چارواکی فیاض خان وايي، که څه هم حکومت د منشیاتو په مخنیوي کې خپل رول لوبوي خو تر څو په ټولنه کې نشو ته په بده ونه کتل شي او هغه خلک په ډاګه نه شي چې نشې کوي او یا هم د مخدرو موادو قاچاق او کاروبار کوي نو د نشو خلاف کمپاین بریالی کېدای نه شي.

د لاریون ګډونوال
د لاریون ګډونوال

د پاړه چنار یو اوسیدونکي عشرت حسین منتظر مشال راډیو ته وویل، د هغوی په سیمه کې یو شمېر ځوانان په شرابو، پوډرو، چرسو، کوکین، ایس او نورو نشو روږدې شوې دي چې د هغه په وینا دا ډېره د تشویش خبره ده. نوموړی وايي، پر دې سربېره یو شمېر کم عمره ماشومان هم په نشو عادت شوي دي.

عشرت حسین منتظر زیاتوي، ځوانان او نوی نسل د منشیاتو له لعنت څخه ژغورل ډېر ضروري دي او په دې لاره کې اولس خامخا د انتظامیې سره مرستې ته تیار دی.

د جنورۍ پر ۲۷مه، له مخدرو موادو د ځوانانو د ژغورلو په خاطر په پاړه چنار کې د لاریون پر مهال یو شمېر خلکو بینرونه هم پورته کړي ول چې پرې د نشو او د نشو د کاروباریانو خلاف شعارونه لیکل شوي ول.

خلک بینرونه په لاس په پاړه چنار کې ګرځي
خلک بینرونه په لاس په پاړه چنار کې ګرځي

لاریون وروسته د پاړه چنار پریس کلب مخې ته په غونډه بدل شو چېرته چې د انتظامیې مشرانو د ویناوو پر مهال قوي هوډ ښکاره کړ چې سیمه به له مخدره موادو پاکوي او ځوانان به له نشو ژغوري.

په کورمه کې تېر کال هم انتظامیې د پولیسو سره په ګډه یو خصوصي مهم چلولی وو چې په ترڅ کې یې ۱۷۷ د مخدره موادو خرڅوونکي نیولي هم ول. له دغو کسانو په زیاته اندازه نشيي مواد هم انتظامیې ته په لاس ورغلي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG