د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پوځ وايي روسي ځواکونه د لوی برید تیاري‌کوي‌


اوکرایني ځواکونه د خپل هیواد د دفاع پرمهال. (انځور: د ۲۰۲۳م د جنورۍ ۱۵مې)
اوکرایني ځواکونه د خپل هیواد د دفاع پرمهال. (انځور: د ۲۰۲۳م د جنورۍ ۱۵مې)

اوکراینی پوځ وايي، واضحه نښانې شته چې روسي ځواکونه د هغه هېواد په ختیځ کې د لویې حملې تیاری کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه سیمه کې له میاشتو راهیسې د سختې جګړې او هره ورځ د مسکو د ځواکونو د درنې بمبارۍ باجود وضعیت له خنډ سره مخامخ او پر ځای درېدلی دی.

د اوکراین د پوځ عمومي قوماندان پرون په خپل ورځني رپورټ کې وویل چې "دښمن په فعاله توګه کشفي معلومات غونډوي او له مشخصو طرفونو د حملې تیاری کوي."

تر دې وروسته ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په خپله ماښامنۍ ویډیويي وینا کې وویل چې روسی پوځ اوس هم د حملو کولو وسایل لري خو د ده په وینا، "د روسیې ستراتیژیکه ماتې روښانه شوې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.

په هغه هېواد کې د جګړې له کبله د دواړو خواوو زرګونه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده او مېلیونونه اوکراینیان کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG