د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په پروان ولایت کې چاودنې یو کس وژلی دی


په پروان کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند سید حکمت الله شمیم وايي پېښه په سید خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.
په پروان کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند سید حکمت الله شمیم وايي پېښه په سید خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان په پروان ولایت کې د فرورۍ پر دویمه په یو چاودنه کې یو کس وژل شوی دی.

په پروان کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند سید حکمت الله شمیم د فرورۍ پر دویمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې پېښه د دویمې فرورۍ په سهار په سید خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.

تر اوسه د چاودنې انګېزه څرګنده نه ده خو شمیم زیاتوي چې د چاودنې په تړاو یې د وژل شوي کس زوم او زوی نیولي دي او ورڅخه یې پوښتنې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG