پاکستان کې د نړۍ ۵۰ هېوادونو بحري ځواکونو تمرینونه روان دي
د پاکستان ترڅنګ د امریکا، چین، ترکیې او د ناټو اېتلاف په ګډون د لسګونه هېوادونو د بحري ځواکونو تمرینونه روان دي. هغه مشقونه د فبرورۍ پر ۱۰مه له کراچۍ سره نېږدې په عرب سمندرګي کې پیل شول چې د فبرورۍ تر ۱۴مې به روان وي او موخه یې بحري او سمندري لارې او سیمې خوندي کول دي. هغو تمرینونو ته د "امن مشقونو" نوم ورکړل شوی دی. ویډیويي رپورټ.