د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو


پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو. د یو کال په موده کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي. په همدې حال کې روسیې په ختیځ اوکراین کې بریدونه زیات کړي خو غربي هېوادونو د اوکراینیو ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. شنونکي وايي، د روسیې حملو زیاتېدو یو هدف ښايي د اوکراین د ځوابي بریدونو قوت ختمول وي. دوی وايي، که کییف له غربه نوي ټانکونه ترلاسه کړي نو د روسیو ځواکونو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کولای شي. کییف هم د لسګونو ټانکونو ترلاسه کولو هیله ښوولې. د اوکراین د جګړې یو کال پوره کېدو په مناسبت د اې اېف پي، اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG