د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت انتظامیه وايي د تاجوړي پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي


د لکي مروت په تاجوړۍ کې مروتو او بېټنیو له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی.
د لکي مروت په تاجوړۍ کې مروتو او بېټنیو له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې انتظامیه وايي، د احتجاج کوونکو ځايي خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره یې کار پیل کړی دی.

د انتظامیې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۸مه یې د نوم ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د امنیت د ټینګولو لپاره یې "کوټلي ګامونه" پورته کړي او د وسلوالو خلاف ځانګړي عملیات پیل شوي دي.

ده دا هم وویل چې ډېپټي کمېشنر له احتجاجیانو سره کتلي او باور یې ورکړی چې د سیمې خلکو ته به د ګیس له پروژې برخه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لکي مروت په تاجوړۍ کې مروتو او بېټنیو له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې د امنیت د ټینګښت او نورو سیمو ته د ګیس لېږدولو خلاف پرلت وهلی دی.

په لکي مروت کې له تېرې یوې مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او په وسلوالو بریدونو کې یوشمېر ولسي وګړو، پولیسو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان امنیتي ادارو په وار وار ویلي چې په لکي مروت کې یې د فعالو وسلوالو پرضد ګامونه اخیستي او په عملیاتو کې یې یو شمېر وسلوال وژلي او ټپي کړي دي. د دوی په وینا، وسلوال به بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

خو ځايي‌ خلک د ناامنۍ له زیاتېدو سر ټکوي او په پیل کړي پرلت کې تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو هلته د وسلوالو پر فعالیت سترګې پټې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فبرورۍ پر ۲۸مه سره له نورو ملګرو تاجوړۍ ته ورغی او پرلت ته یې وینا وکړه.

نوموړي وویل، حکومت دې له نورو سیمو سره په لکي مروت کې هم امنیت ټینګ کړي او د دې سیمې پر وسایلو دې ځايي‌ ولس ته حق ورکړي.

منظور پښتین وروسته پر ټوېټر لیکلي چې په لکي مروت کې یې له مروتو او بېټنیو سره لیدلي او هغوی ورته "د ناامنۍ او پر ګیسی د ناقانونه ریاستي‌ قبضې پرضد او هم داسې د مروت کینال (کانال) او نورو مسلو لپاره پرلت وهلی دی."

د یادولو وړ ده چې د لکي مروت د بېټنیو په سیمه کې د ګیسو لویه زېرمه موندل شوې ده چې حکومت یې د ملک نورو سیمو ته د لېږدولو پلان لري.

د لکي مروت یو اوسېدونکي او سیاسي فعال اختر ګل بېټني د فبرروۍ پر ۲۴مه د پرلت د غوښتنو په اړه مشال راډيو ته ویلي ول چې ګیس په بېټنیو تحصیل کې موندل شوی دی او له ایین سره سم، لومړی حق ورباندې د ځايي ولس دی.

بېټني زیاته کړه، "زموږ غوښتنه دا ده چې کوم اییني حق زموږ د سب ډېوېژن بېټنیو جوړېږي، هغه دې موږ ته راکړل شي. خو هغه موږ ته نه دی راکړل شوی او نه مو هم مذاکرات کامیاب شوي دي."

د پاکستان د اساسي‌ قانون یا ایین له مخې، د ملک په هره برخه کې پیدا کېدونکي معدنیات د وفاق ملکیت ګڼل کېږي خو زیاتره ملتپال خلک له دې سره اختلاف لري.

لکي مروت د خیبر پښتونخوا په جنوب کې پرته د صوبې یو له تر وروسته پاتې ضلعو ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG