هندي ښار کې ښځې د هولي پر مهال ولې سړي په کوتکونو وهي؟
د هندوانو په هولي اختر کې خلک پر یو بل رنګونه شیندي. دا اختر هر کال د پسرلي د پیل په ورځو او شپو کې لمانځل کېږي خو د اتر پردېش ولایت په برسانا ښار کې هولي تر ۱۰ ورځو پورې روانه وي او هلته د رنګونو شیندلو تر څنګ ښځې، سړي علامتاً په کوتکونو وهي او سړي په سپر ورڅخه ځان ساتي. دا چې دا کار ولې کېږي؟ په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.