د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټایم وېسټ وایي، له دوو افغان ښځینه فعالانو پلوښې حسن او ماري اکرمي سره یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو خبرې کړي دي.
ټام وېسټ د مارچ پر ۳مه پر ټویټر ولیکل چې په دې غونډه کې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د طالبانو پر توپيري چلند بحث وشو.
د ټام وېسټ په وینا، د پلوښې حسن او ماري اکرمي په څېر د افغان مېرمنو هڅې الهام بخښونکې دي، ځکه چې دوی له افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې کار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۲۹مه په یو خبرپاڼه کې ویلي وو چې " امریکا د افغانانو د ملاتړ او د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې ده."
ماري اکرمي د دې غونډې په اړه مشال راډیو ته وویل چې دې د افغان ښځو د زغم خبره وکړه چې نور تحمل نه شي کولای.
دې زیاته کړه، "له ښاغلي ټام وېسټ سره غونډه د افغانستان د مسلې په تړاو وه، ما د افغان ښځو په استازیتوب وویل چې د ښځو شرایط، د افغانستان د مېرمنو په حقونو د سترګو پټېدل او د افغان ښځو د صبر او زغم امتحان په حقیقت کې ډېر اوږد شو."
نوموړې وویل چې ټام وېسټ دې او پلوښې حسن ته وویل چې امریکا د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي، خو "نه شي کولای چې بیا افغانستان ته پوځیان واستوي او په جګړې کې ښکېل شي."
د ماري اکرمي په وینا، ټام وېسټ دا خبره هم ورته کړې چې له افغان مېرمنو سره به خپلو لیدنو کتنو ته د افغانستان د مېرمنو د حالت ارزونې لپاره دوام ورکړي.
دا په داسې وخت کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ پر درېیمه په یو رپورټ کې وویل چې طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ له پیله په منظمه توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض کړي دي.
دې سازمان د ملګرو ملتو د بشري حقونو له شورا غوښتې چې په افغانستان کې دې له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې په اړه د شواهدو راغونډولو لپاره یو ځانګړې کړنلاره رامنځته کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولې تعلیمي ادارې تړلې دي.
د دې ترڅنګ یې په کورنیو او نړیوالو ادارو کې د مېرمنو کارونه محدود کړي دي، پارکونو ته یې د ښځو پر تګ بندیز لګولی، د لوبو له میدانونو یې راګرځولي او حمامونو ته یې هم نه پرېږدي.
سره له دې چې نړیواله ټولنه له طالبانو بیا بیا غواړي چې ښځو او نجونو ته د دوی حقونه ورکړي، خو طالبان وایي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو تر یونیم کال زیات وخت شوی خو لا یې هم د نړۍ یوه هیواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.