د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲ وسله وال وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې يو پاکستانی سرتېری د پېرې په حال کې - انځور له ارشیفه
په شمالي وزیرستان کې يو پاکستانی سرتېری د پېرې په حال کې - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي وايي چې د میرعلي په مهجوري سیمه کې یې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان ۲ وسله وال وژلي او ۳ نور یې ژوبل کړي دي.

په میرامشاه کې د پوځ یو افسر د نوم نه څرګندولو په شرط بیګا مشال ریډیو ته وویل چې د میرعلي مهجوري سیمه کې یې دغه عملیات یې د پټو اطلاعاتو په بنیاد تر سره کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په استولي بیان کې تايید کړې چې د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې یې دوه ملګري وژل شوي خو ادعا یې کړې چې دوی هم امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې په تیره یوه اوونۍ کې یې د وسله والو ضد ځانګړيو عملیاتو کې تر ۲۰ پورې وسله وال وژلي او له ۱۵ زیات ژوبل کړي دي. د چارواکي په خبره دا عملیات لا هم دوام لري. بلخوا تحريک طالبان پاکستان ويلي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د فرورۍ په مياشت کې ۲۹ بریدونه کړې دي چې پکې یې ګڼ سرتيري وژلي دي. په خپلواک ډول د ښکېلو دواړو غاړو د ادعاوو تصدیق نه شي کېدلی.

د يو بل خبر تر مخه، د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ټانک پر پولیسو برید کوونکی یو وسله وال یې وژلی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای ایس پي ار) د مارچ په ۱۳ مه جاري کړې خبرپاڼه کې وویل چې پر ټانک پولیسو له برید کونکيو وسله والو سره یې د ډیره اسماعیل خان کولاچي تحصیل ګره ګلداد سیمه کې نښته شوې. د خبرپاڼې ترمخه، د ډزو په تبادله کې یې د رشید په نوم پیژندل شوی وسله وال وژلی دی.

تحريک طالبان پاکستان د دې نښتې کېدل منلې دي. دې ډلې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی یو ملګری او دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد د مارچ پر ۱۳مه مشال رېډیو ته ويلي‌وو چې وسله والو د سرشمېرنې پر مهال د پولیسو د چټک غبرګون په ځواک برید کړی دی: هغه منلې وه چې په دې حمله کې پوليسو ته زیات رسېدلی دی. "د پولیسو د چټک غبرګون پر ځواک حمله شوې. دا هغه ځواک دی چې د سرشمېرنې د کارکوونکیو د ساتونکیو پولیسو د ملاتړ لپاره په سیمه کې ګشت کوي. برید د ګومل کوټ اعظم سیمې په خوړ کې شوی دی. یو پولیس والا وژل شوی او پنځه ژوبل شوي دي."

پوليسو دا هم ويلي چې د مارچ پر ۱۳مه په لکي مروت کې د صدر تاڼې پیروالا کلي کې د سرشمېرنې سره بدرګه پوليسو باندې حمله شوې چې پکې سپاهي دل جان وژل شوی دی. په دواړو پېښو کې ښکېل بريدګر په تېښته کې بریالي شوي وو.

دا په تېرو څو ورځو کې د سرشمېرنې ډلې په حفاظت ولاړ پوليس سرتيرو باندې درېیمه حمله ده. تر دې وړاندې د مارچ پراتمه نېټه بريد کې يو پوليس وژل شوی او پینځه زخميان ول.

په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه برېښنایي یا ډیجېټل سرشمېرنه پیل شوې ده چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې دوام لري.

XS
SM
MD
LG