د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د پوليسو څلور نوې تاڼې پرانېستل شوې


په سر پخ سیمه کې د پولیسو نوې تاڼه پرانېستل شوه.
په سر پخ سیمه کې د پولیسو نوې تاڼه پرانېستل شوه.

حکومت په لومړي ځل د خیبر پښتونخوا په منځنۍ کورمه کې په جدیدو وسایلو او سهولتونو سنبال د پولیسو مرکزونه پرانېستي دي.

د پولیسو د نویو تاڼو شمېر څلور دی چې درې یې د منځنۍ کورمې په هغو سیمو کې پرانیستل شوي چې تر دې وړاندې پکې هېڅ یوه تاڼه عملاً موجوده نه وه او د صدې تاڼې به د یادو سیمو چارې سنبالولې.

د مارچ پر ۱۶مه د نویو پولیس مرکزونو د پرانیستلو پر مهال د کوهاټ ډویژن د پولیسو مشر دار علي خټک وویل، هغوی د دغو څلورو تاڼو سربېره په دوو نورو سیمو سېواک او جبه کې هم د پولیس مرکزونو د پرانیستلو لپاره چارې پیل کړې دي.

چارواکي وايي، د پولیسو نوې تاڼې د ان لاین اېف ايي ار درجولو سهولت لري، سیسټم یې کمپیوټري دی او د ملک د نورو برخو سره تړلې دي. پر دې سربېره د تاڼې نظام ډیجیټل دی، د ملزم او مجرم ان لاین ریکارډ ساتل کېږي، نېغ په نېغه د تاڼو څارنه ممکنه ده او جدیدې کیمرې نصب شوې دي.

د کوهاټ ډویژن د پولیسو مشر دار علي خټک د نوې تاڼې پرانیسته کوي.
د کوهاټ ډویژن د پولیسو مشر دار علي خټک د نوې تاڼې پرانیسته کوي.

د پولیسو درې نوې تاڼې د منځنۍ کورمې په سر پخ، ډوګر او چنارک کې او څلورمه د بره کورمې په روضه سیمه کې پرانیستل شوې دي. د نویو تاڼو تر پرانېستل کېدو وړاندې په ټوله کرمه ضلع کې څلور تاڼې موجودې وې چې دوه یې په کوزه کورمه کې او یوه یوه په بره او منځنۍ کورمه کې وې. اوس په یاده ضلع کې د تاڼو شمېر اتو ته رسېدلی دی.

د سیمې اولس او انتظامیه انګیري چې له دې سره به په یاده سیمه کې د امنیت چارې ښې شي. د علي شېرزو اوسیدونکي زاهد شاه اورکزي مشال راډیو ته وویل، هغوی په سیمه کې د نویو تاڼو په جوړېدو خوشاله دي او ګڼي چې د امنیت د ټینګولو لپاره اړینه وه چې حکومت هلته تاڼې زیاتې کړي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي ریحان اورکزي مشال راډیو ته وویل، د تاڼو په پرانیستو خوشاله دي خو له حکومته غوښتنه کوي چې مسلکي او وړ کسان دې د پولیسو په مرکزونو کې په کار وګماري.

د تاڼې د پرانیستې مراسم
د تاڼې د پرانیستې مراسم

خو بل پلو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي چې د پولیسو په ادارو کې اصلاحات روان دي او چې په کومه سیمه کې هم نوې تاڼې پرانیستل کېږي نو نوي او عصري وسایل پکې موجود وي.

په ۲۰۱۸ز کال تر ۲۵م اییني بدلون لاندې فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه کړل شوه چې ورسره سم په قبایلي ضلعو کې د پولیسو نظام هم په کار پیل وکړ او د پخوانیو ملېشه او خاصدار ځواکونو سرتېري له روزنې او اصلاحاتو وروسته د پولیسو په لیکو کې شامل کړل شول.

په کورمه ضلعه کې د پولیسو دا نوي مرکزونه پر داسې مهال پرانیستل شوي چې په قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د بد امنۍ ډېرې پېښې مخې ته راغلې دي. شنونکي وايي، د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې بیلا بېل ښاخونه فعالیت کوي او د اکثرو تر سره شویو بریدونو ذمه واري هم دغه ډلې قبلوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG