د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې ښځو د مولانا هدايت الرحمن د خوشې کولو لپاره مظاهره وکړه


په ګوادر کې د ښځو مظاهره
په ګوادر کې د ښځو مظاهره

د بلوچستان په ګوادر کې ځایي ښځو په يوه مظاهره کې له حکومته د "حق دو تحريک" د مشر مولانا هدايت الرحمن د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دې احتجاج ته د جماعت اسلامي د ښځو ځانګې مرستیالې مشرې ثمينې سعيدې په خپله وينا کې وويل چې د خپل ګوند د بلوچستان جنرل سيکريټري، هدايت الرحمن د خوشې کولو پورې به یې احتجاجونه جاري وي.

هغې زیاته کړه: "زما خويندو او زما لوڼو! تاسو په سمندر کې په ناقونونه د کبانو ښکار بندول غوښتي دي، تاسو روزګار غوښتی دی، تاسو خپل کوچنيان له نشه يي توکو ليرې ساتل غواړئ. دا ساده غوښتنې دي چې بايد پوره شي. حکومت د دې غوښتنو د منلو پر ځای مولانا هدايت الرحمن نیولی. موږ د دې عمل مذمت کوو."

مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو د بلوچستان په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پولیسو نوموړی د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې نیولی چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د هغه غورځنګ د احتجاج پر مهال وژل شوی وو. د جماعت اسلامي مخکښ او د "حق دو" تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو ۲ کلونو راهیسې وار په وار په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی. د هغه په مشرۍ د "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.د مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ لومړی احتجاج د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې شوی وو چې پکې په لسګونه زره خلکو ګډون کړی وو.

د پاکستان په سېنېټ کې د جماعت اسلامي استازي مشتاق احمد خان د مارچ ۱۹مې مظاهرې ته د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان په خپله وېنا کې وویل چې پر مولانا هدایت الرحمان ځکه تورونه پورې شوې چې هغه د خلکو د حقونو غوښتنه کوي. نوموړي وويل چې حکومت دې هدايت الرحمن خوشې او د حق دو تحريک ټولې غوښتنې ومني.

د بلوچستان حکومت د حق دو تحريک له مشرانو سره څو ځل مذاکرات کړي دي خو څه نتيجې ته نه دې رسېدلي. دوی ويلي چې د حق دو تحريک اييني غوښتنې به منل کيږي خو نيول شويو کسانو قانون مات کړی نو ځکه به ورسره د قانون له مخې چلند کيږي.

XS
SM
MD
LG