ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت څـه باندې ۳۰ فعاله مخالفين نن (اپرېل ۲۴مه) د اتریش (اسټريا) په پلازمېنه ویانا کې په خپل مينځ کې د همغږۍ او د طالبانو په وړاندې د خپلو دریځونو د نېږدې کولو لپاره راغونډ شي.
په دغو کسانو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر پخواني غړي، ډیپلوماتان، خبریالان، پخواني چارواکي او سیاستوالان شامل دي.
په دې غونډه کې، چې د اتریش د یوه څېړنیز انسټیټیوت له لورې جوړېږي، پکې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون کوي.
دې غونډه کې ډېر فشار له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د طرحې پر جوړولو وي."
د جبهې د رسنیو د څانګې غړي هوشنګ ساعي د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د ویانا په غونډه کې به پر طالبانو د فشار راوړلو پر څرنګوالي او له اوسني بحرانه د افغانستان د ایستلو پر لارو چارو خبرې وشي.
نوموړي وويل: "د دې کنفرانس ډېر تمرکز به د جریانونو او د طالبانو د مخالفو مدني، نظامي او سیاسي فعالانو ترمينځ د اعتماد جوړولو پر پیاوړتیا، د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت پر دوام او پراختیا، پر طالبانو او د هغوی پر پلویانو د فشار زیاتول او همدا راز له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د طرحې پر جوړولو وي."
که څه هم د طالبانو مخالفين وايي، تر هغو چې طالبان د سخت فشار لاندې نه وي راوستل شوي، هغوی په خپلو دریځونو کې بدلون نه راولي، خو د چارو کتونکي وايي چې، د طالبانو مخالفين هم په خپل مينځ کې همغږي او یووالی نه لري.
له بلې خوا د اتریشي انسټیټیوت مشر ولفګانګ پیتریچ ویلي چې، د اپریل له ۲۴ تر ۲۶ پورې یې د دې غونډې د رابللو هدف دا دی چې، په حقیقي معنا د جګړې د پای ته رسولو او د یوه دیموکرات حکومت د جوړېدو له لارې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو په اړه د افغانانو پر غوښتنو خبرې وشي.
ولفګانګ پیتریچ ویلي، په افغانستان کې سوله نه شي راتلای مګر دا چې یو داسې اساسي قانون وي چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو ګټو ته درناوی وکړي او د نړیوالو تر څارنې لاندې عادلانه انتخابات ترسره شي.
طالبانو تر اوسه پورې په وار وار د پراخ بنسټه حکومت غوښتنې رد کړي او دعوه کوي چې موقت حکومت يې ټولګډونه دی.
اتریشي انسټیټیوت تېر کال د سېپټمبر له ۱۵ تر ۱۷ پورې هم په ویانا کې طالبانو د مخالفینو غونډه جوړه کړې وه.