د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ۷ وسلوالو د نيولو ادعا کړې


د پاکستان پوځ ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس د تحریک طالبان پاکستان سید خان ډلې وسلوالو نيولو لپاره عمليات وکړل ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس د تحریک طالبان پاکستان سید خان ډلې وسلوالو نيولو لپاره عمليات وکړل ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د مې پر لومړې نيټه يې په میرامشا کې د عملیاتو پر مهال اووه وسلوال نیولي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې پرون (د مې پر لومړۍ نېټه) په خپاره کړي بيان کې ويلي چې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس پر همهغه ورځ د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سید خان ډلې وسلوالو نيولو لپاره عمليات وکړل او هلته موجود اووه واړه وسلوال يې ونيول.

په میرامشاه کې د پوځ یو افسر، چې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط نن (د مې پر دويمه) له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې سید خان ډله په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځ له خوا د وسلوالو پر ضد تر ضرب عضب عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتېدلې وه، خو د هغه په وينا په دا وروستيو کې يې په شمالي وزیرستان کې فعالیتونه پيل کړي ول.

تر دې دمه وسلوالو د پوځ د ادعا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی او نه هم خپلواکه سرچينو د پوځ د اعا تاييد کړی دی.

د پوځ عمليات

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بېکوره شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې په هغو عملیاتو کې یې د وسلوالو ملا ماته کړې وه خو پر هغه سربېره وسلوالو په یاده سیمه کې بریدونو ته نه یوازې دوام ورکړی بلکې د ځايي ولس په وينا په دا وروستیو کې هلته بريدونه لا زیات شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په مینځګړتوب د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ټي ټي پي او اسلام اباد د سولې د خبرو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره پرځای وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.

د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي حکومت د هغه هېواد د ملي امنيت کمېټۍ تر غونډې دوه ورځې وروسته د وسلوالو ډلو پرضد د کوټلو عملیاتو کولو منظوري ورکړه.

ولسي احتجاجونه

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د دې حالت پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

په دا ورستیو کې د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکو ویلي چې په سیمو کې يې بيا وسلوال فعال شوي او د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د وسلوالو پرضد څو ځلې عمليات شوي دي.

پر دې سربېره په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي چې د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ د مېلیونونه وګړو د بېکوره کېدو سبب ګرځېدلي دي.

د امنيتي ادارو دريځ

د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چودري د اپریل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل په روان (۲۰۲۳ز) کال کی په پاکستان کې د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د ترهګرو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې ۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې نيول شوي او ۱۵۷ وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه، پر دې مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل دي.

د چودري په وينا، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

XS
SM
MD
LG