د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار کې خلکو د استادانو وژنې ضد پرلت وهلی


 د کورمې چارواکي د مارچ پر ۲۷مه د بدامنۍ تر یوې پېښې وروسته د سیمې کتو ته ورغلی دی.
د کورمې چارواکي د مارچ پر ۲۷مه د بدامنۍ تر یوې پېښې وروسته د سیمې کتو ته ورغلی دی.

د کورمې په پاړه چینار کې لسګونه کسانو د ډزو تر دوو پېښو وروسته احتجاجي پرلت وهلی دی او له انتظامیې څخه یې د استادانو د تحفظ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر څلورمه ماسپښین مهال پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

پرلتوال وايي، حکومت دې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري. چارواکي وايي، هغه سکول ته د نهم او لسم ټولګیو د امتحانونو اخیستو لپاره د نورو سیمو استادان هم ورغلي ول خو وسلوالو یوازې اهل تشیع کسان ویشتلي دي.

د تعلیم ادارې ضلعي مشر فرید الله مسید مشال راډیو ته وویل، امتحاني عملې ته په حمله کې زیان نه دی رسېدلی او ټول سرکاري او شخصي ښوونځي به تر پینځو ورځو پورې بند وي.

ضلعي انتظاميې د حالاتو کنټرولولو لپاره موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړلی دی. د شیعه ګانو ځايي تنظیم تحریک حسینیه د کورمې له اوسېدونکو څخه د ارام اوسېدو غوښتنه کړې ده.

هلته د تري منګل مشرانو هم د ډزو خونړۍ پېښه غندلې ده. د منګلو کمېټۍ مرکزي مشر ملک منور خان مشال ریډیو ته ویلي، د دوی خلک څو واری په مختلفو پېښو کې په نښه شول خو بیا یې هم غیر قانوني ګام پورته نه کړ، خو نه پوهیږي چې ولې دا هر څه یودم وشول او هغه بده پېښه وشوه؟

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي اعلاوزیرمحمد اعظم خان د مې پر څلورمه په بیان کې ژمنه کړې چې ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري.

د پولیسو مشر محمد عمران وايي، له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې دواړه پېښې د پیواړ او د ګېدو ترمینځ د ځمکې او ځنګله د پخوانۍ لانجې له کبله شوې دي، خو زیاتوي چې پلټنې روانې دي.

د دي نه علاوه مقامي مشر ملک محمد جمیل هم مشال ریډیو ته ویلي، چې کورمه کې د دغه ډولو پېښو لوی علت د پېواړ علیزیو او ګېدو منګلو ترمینځ د ځمکو او ځنګل شخړې دي.

جمیل زیاتوي، ترڅو چې دهغو شخړو حل نه وي راوتلی، د سیمې امنیت به له خطر سره مخامخ وي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۳۰مه په لانجمن ځنګله کې د یو کس تر وژنې او د بل تر ژوبلېدو وروسته د کورمې شپږو قبيلو له انتظامیې غوښتنه وکړه چې پلټنې وکړي او د نورو حملو مخه دې ونیسي.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې حکومت د سیمې د مشرانو یوه اته کسیزه جرګه جوړه کړې وه چې موخه یې د ځنګله د لانجې د هواري لپاره د کاغذات مال په نوم پخواني اسناد له سرکاري رېکارډه ترلاسه کول او بیا یې دواړو خواوو ته تر ښوولو وروسته فیصله کول ول.

په عین حال کې د ځنګله د ملکیت په اړه په عدالت کې هم قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG