د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستاني کډوال وايي، له دوی سره دې مرستې اوږدمهاله شي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری په تېر ژمي کې د وزرستانیو کډوالو له هرې راجسټر شوې کورنۍ سره د ۲۷۵ ډالرو نغدې مرستې کړې وه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری په تېر ژمي کې د وزرستانیو کډوالو له هرې راجسټر شوې کورنۍ سره د ۲۷۵ ډالرو نغدې مرستې کړې وه.

د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، له دوی سره د مرستو قراردادونه دې اوږدمهاله کړل شي.

د خوست سپیرې ولسوالۍ اړوند د افغانۍ دوبۍ سیمه کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې له دوی سره د نړیوال خوراکي پروګرام، یو این ایچ سي ار او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو درې میاشتنیو قراردادونو انديښمن کړي دي.

دوی وايي، وزیرستاني کډوال له دې مرستو پرته د ژوند کولو هيڅ چاره نه لري او دوی ته دې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو قراردادونه یو کلن شي.

وزیرستاني کډوال زیاتوي، له هغو کورنیو سره دې هم نغدي مرستې وشي، چې تیر ژمي کې په لیستونو کې يې د نوم د نشتون له کبله له مرستو بې برخې پاتې شوي ول.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری په تېر ژمي کې د وزرستانیو کډوالو له هرې راجسټر شوې کورنۍ سره د ۲۷۵ ډالرو نغدې مرستې کړې وه.


د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک مالي خان وزیر مشال راډيو ته وویل، "د مشال راډیو په واسطه مې دا غوښتنه ده چې که نړیوال خوراکي پروګرام وي او که یونسیار لخوا د نغدي مرستو ویش وي او که د خوراکي توکو، موږ سره دې د یو یو کال قرارداد کوي او موږ دې په اندښنه کې نه اچوي او یونسیار دې هم زموږ پاتو کسانو ته هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالره نغدي ورکړي. "

ملک مالي خان وزیر زیاته کړه، د یو نسیار لخوا د تیر ژمي له نغدي مرستو د پاتو کورنیو له سره سروې وشوه، خو دوی ته تر اوسه هغه نغده مرسته نه ده ورکړل شوې.

یو بل وزیرستانی کډوال خبیب هم ورته خبره کوي او وايي، دوی ته په افغانستان کې د شخصي کاروبار زمینه نه ده برابره او ټوله تکیه يې په نړیوالو مرستو ده.

دی زیاتوي، وزیرستانیو کډوالو سره دې نه یوازې مرستې نه کمیږي، بلکې د دوی د هغو ضروري اړتیا ته باید رسیدنه وشي.

د خوست د افغان - دوبۍ سرحدي سیمه کې وزیرستاني کډوالو وویل، لوی اختر را روان دی، خو دوی سره دومره وس نشته، چې د خپلو کورنیو غړو او ماشومانو ته نوي کالي او څپلۍ واخلي.


وزیرستانی کډوال عقاب وزیر وايي: "زموږ خلک غریبان دي، کاروبار نه لري، د کور د خرڅې او د اختر لپاره د ماشومانو د جامو د رانیولو لپاره څه نه لري، موسسات دې د خوراکي توکو وېش تر هغه وخته وغځوي، تر کومه چې زموږ کډې دلته وي، موږ ته دې شرایط نه ږدي، ځکه زموږ خلک ډېر ځوریدلي دي. "

د وزیرستانیو کډوالو د ستونزو په اړه مو څو، څو ځلې وغوښتل، چې د ځايي چارواکو نظر واخلو، خو چارواکو د دې رپوټ تر چمتو کولو خپل نظر مشال راډیو سره نه دی شریک کړی.

په خوست کې د ځايي چارواکو په وینا، په دې ولایت کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا اته زره کورنۍ میشتې دي، چې د ۲۰۱۴ ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیانو له کبله دې ځای ته راکډه شوي، خو یو شمېر نورې کورنۍ په څو پړاونو کې د پاکستان د حکومت لخوا خپلو سیمو ته بیرته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG