د لاسرسي ځای

تازه خبر

تښتول شوې یزیدۍ نجونه ۹ کاله وروسته کور ته ستنې شوې دي


تښتول شوې یزیدۍ نجونه ۹ کاله وروسته کور ته ستنې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

په ۲۰۱۴ز کال کې چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د عراق او شام (سوریې) یوشمېر سیمې ونیولې نو د عراق د کردستان په سنجار سیمه کې یې پر یزیدیانو هم برید وکړ چې پکې سلګونه تنه ووژل شول او تر ۶،۰۰۰ زیات یې له ځان سره یوړل. په هغو کې تر نیمايي زیاتې نجونه او ښځې وې چې داعش خپلو وسلوالو ته ډالۍ کړې. د امریکا په ملاتړ د عراقیو او کردیو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش تر ماتې وروسته زیاتره تښتول شوي کسان خوشې شوي، خو سلګونه نور لا هم ورک دي. روانه میاشت د شپږو یزیدیو نجونو خپلو کورونو ته د ستنېدو په اړه د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG