د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارواکو باور ترلاسه کولو وروسته د اعظم ورسک خلکو ۲۳ ورځنی احتجاج ختم کړ                            


د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د کوز جنوبي وزیرستان اوسېدونکو له حکومتي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته خپل احتجاج په ۲۳مه ورځ پای ته رسولی دی.

مظاهره چیانو په سیمه کې د موبایل نیټ ورک بحالولو، د بجلۍ د ستونزې د هوارۍ او د سکولونو او روغتیايي مرکزونو د فعالولو غوښتنې لرلې.

د احتجاجي پرلت یو مشر کامران وزیر د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د سویلي وزیرستان د پولیسو مشر شبیرحسېن سره یې مذاکرات وشول او د ستونزو د حل تر باور ورکولو وروسته یې احتجاج ختم کړی دی.

هغه وویل، ''زمونږ پرلت ۲۳ ورځې روان وو. سیول انتظامیې راسره خبرې وکړې. د انټرنیټ ۳ جي او ۴ جي یې بحال کړل. ډي اېس اېل کېبل به هم ځینو کلیو ته رسوي. د بندو سکولونو او بي اېچ یوز (کلینکونو) د خلاصولولو په اړه انتظامیې راسره د ټیمونو د جوړولو وعده وکړه چې هغه به یې ګوري او بیا به یې زر تر زره بحالوي.''

د کوز جنوبي وزیرستان اعظم ورسک قومي اتحاد په نامه ټولنې د مې له ۲۶مې راهیسې په اعظم ورسک کې احتجاجي پرلت وهلی وو. دوی ویل چې له ۴ میاشتو راهیسې یې په سیمه کې انټرنیټ بند دی، هغه دې بحال شي، په سیمه کې یې بجلي نشته او یا کمزورې ده او د سیمې سرکاري سکولونه او کلینکونه یې بند دي، دوی د هغې د خلاصولو غوښتنې لرلې.

بل خوا د سویلي وزیرستان د پولیسو مشر شبیرحسین وايي چې ډېپټي کمېشنر موجود نه وو نو ځکه د مظاهره چیانو سره یې پخپله مذاکرات وکړل.

نوموړي زیاته کړه چې د تعلیم، روغتیا او د اوبو د څانګې چارواکي یې راغوښتلي وو او هغوی مظاهره چیانو ته د ستونزو د هواري باور ورکړی دی.

د پولیسو مشر وویل چې په سیمه کې یې د انټرنیت شبکه بحاله کړې ده او د نورو ستونزو د هواري لپاره به ورسره سلا مشوره کوي.

د اعظم ورسک احتجاجي مظاهرې ګډونوال وايي چې که چیرې انتظامیې خپل لوظونه پوره نکړل نو یو ځل بیا به په احتجاج لاس پورې کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG