د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان بې کوره شویو د مرستو بندېدو پرضد احتجاج کړی دی


د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال بې کوره شویو د جون پر ۱۷مه او ۱۸مه په بنو کې لاریونونه وکړل.
د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال بې کوره شویو د جون پر ۱۷مه او ۱۸مه په بنو کې لاریونونه وکړل.

د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال بې کوره شویو له حکومته غوښتي دي چې خپلو کلیو او کورونو ته تر ستنېدو پورې دې ورته میاشتینۍ مرستې بحالې کړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو او فعالانو د جون پر ۱۷مه او ۱۸مه په بنو کې د احتجاجي لاریونونو پر مهال وویل چې حکومت ورسره پر ژمنو سربېره د نېږدې ۲،۰۰۰ کورنیو میاشتینۍ مرستې نه دي بحال کړي.

د شمالي وزیرستان دته خېلو یو مشر ملک نېک عمل خان د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې له نهو کلونو راهیسې له خپلو سیمو کډوال دي خو تراوسه یې د واپسۍ لپاره اقدامات نه دي شوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي ول چې زیاتره یې ستانه شوي دي او ځینې لا هم کډوال دي.

ملک نېک عمل خان وویل چې له سلګونه کډوالو سره کېدونکې مرستې بندې شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ وایي چې د ځینو کډوالو په اړه تر تصدیق وروسته کېدونکې مرستې بحالوي.

هغه د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، هغو کورنیو ته د موبایل ټېلېفون د سېمونو په ذریعه د مرستو پیغام استوي چې هغوی یې بیا ترلاسه کولای شي. ''وفاقي او صوبایي حکومت پي ډي اېم اې ته فنډ [نه وو] جاري کړی نو ځکه پکې یو څو ورځې ځنډ راغلی. اوس پیسې راغلې دي، هېڅ ستونزه نه شته. په څو ورځو کې به میاشتینۍ مرستې جاري شي.''

داوړ وویل، کډوالو ته هره میاشت پیسې ورکول کېږي او دا ځل به د هغو مرستو ۱۰۶م قسط ورکړي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل، هغه سیمې چې امنیت یې سم دی ورته کډوال ستانه شوي خو ځینې سیمې لا پاتې دي چې د امنیت تر ټینګښت وروسته به ورته د کډوالو ستنولو بهیر پیل کړي.

هغه وویل، تېره میاشت د کډوالو ۱۷،۰۰۰ رجسټرډ کورنیو ته یې ۳۵ کروړه روپۍ ورکړې چې پکې هرې کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ روپۍ رسېدلي دي.

بې کوره شوي خلک وایي، تر پوځي عملیاتو وروسته ډېری کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي او که پاتې خلک هم ستانه شي نو په خپلو کلیو کې به کورونه اباد کړي او ستونزې به یې ختمې شي.

XS
SM
MD
LG