د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور هایکورټ د پاکستانیو ښځو افغان مېړونو ته د پاکستاني اسنادو ورکولو حکم کړی


يوه ناوې د دعا په حال کې - انځور له ارشيفه
يوه ناوې د دعا په حال کې - انځور له ارشيفه

پېښور هایکورټ څلورو هغو افغان وګړو ته د پاکستان اورېجن کارډ ورکولو حکم کړی چې له پاکستانیو ښځو سره یې ودونه کړي دي.

عدالت د جون پر ۱۷مه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ته حکم کړی دی چې څلور واړو افغانانو ته دې په ۹۰ ورځو کې اورېجن کارډونه ورکړي.

د دغو افغان کډوالو وکیل سیف الله کاکاخېل وایي تر دې وړاندې دا حق یوازې هغو افغانانو ښځو ته وو چې له پاکستانیو وګړو سره یې ودونه کړي ول. کاکا خېل د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د هایکورټ د تازه حکم سره هغه افغان نارینه چې د پاکستانیو ښځو سره یې ودونه کړي دي، د پاکستاني اقامو اخیستو حق لري.

کاکا خېل مشال راډیو ته وویل چې اورېجن کارډونه له پاکستانیو شناختي کارډونو یو څه بدل دي خو د هغه کارډ لرونکی یوازې د پاکستان پاسپورټ نشي جوړولی او نور ټول هغه حقونه ورته ترلاسه وي چې بل هر پاکستانی وګړی یې لري.

هغه وویل ''د پاکستان تابعیت قانون دادی چې کله یو پاکستانی شهري (وګړی) د بل ملک د سړي یا ښځې سره وداه وکړي نو هغه سړی یا ښځه د پاکستاني شهریت حق لري خو دغه قانون په شریعت کورټ کې چېلنج شو او بیا کورټ هغه غیراسلامي وبللو. اوس د افغانستان په شمول د هر ښځه یا سړی چې ودونه یې له پاکستانیانو سره شوي وي پي او سي (پاکستان اورېجن کارډ) د اخیستو حق لري.''

اوريجن کارډ د دایمي اوسېدو د کارډ هومره ګټې لري. د پاکستاني قوانينو تر مخه، د دې کارډ لرونکی کس پاکستان ته په بیا بیا ورتللی شي او پولیسو سره د ځان ثبتولو بغیر په دغه هېواد کې دايمي اوسېدلی شي. همدراز د دې کارډ‌ لرونکی کسان تجارت او بینک اکاونټ هم پرانیستلی شي.

د ګل محمد په نوم یو افغان کډوال له کلونو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي او هلته یې له یوې ځایي ښځې سره واده کړی دی. هغه مشال راډیو سره په خبرو کې د عدالت اوسني پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې له دې اقدام سره به یې ستونزې کمې شي.

هغه زیاته کړه: ''ماشومان مې بې تعلیمه پاتې شول. چې سکول یا مدرسه کې یې داخلولو ته ورولم نو هغوی وایي چې د پلار شناختي کارډ یې راوړئ. زما شناختي کارډ نه جوړېدو. د ښځې مې پاکستانی شناختي کارډ شته خو د هغې وخت تېر دی چې نادار ته نوی کولو ته ورشي نو نادرا ترې زما شناختي کارډ غواړي نو نه یې ورته نوی کوي.''

په پاکستان کې دا مهال نېږدې ۲۸ لاکه افغانان اوسېږي. په دوی کې نیم هغه یې هغه کډوال دي او د پي او آر کارډونه لري. په دوی کې زیاتره په اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د هغه وخت د شوروي اتحاد تر برید وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. ځینې نور یې د خپلمنځيو جنګونو پر مهال د پاکستان څلور واړو صوبو ته کډه شوي او لا هم میشت دي. د دې ترڅنګ د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هم ډېرې افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

قانون پوه نعمان کاکاخېل په پېښور کې د افغانانو لپاره د پاکستاني تابعیت اخیستو په قضیو کار کوي. هغه مشال راډیو ته وویل چې له قانوني لارې د پاکستان تابعیت اخیستل ګران نه دي خو په دې اړه د کمو مالوماتو او ځینو نورو وجو له امله خلک په دې لړ کې د ستونزو سره مخ دي. هغه وویل: ''تر اوسه دوه نیم سوه یا درې سوه کیسونه زمونږ په حق کې فیصله شوي دي. نېږدې ۴۰کیسونه په تېرو څو ورځو کې موږ عدالت کې جمع کړي دي. نادرا والا هم په دې نه پوهیږي چې دا څنګه حل کړي.''

نعمان کاکاخېل وویل د استخباراتي ادارو له لوري ځینې پلټنو د تابعیت ورکولو دا کار لږ پیچلی کړی دی او هغه دا چې ځینې کیسونه د ترهګرۍ او یا د ریاست د ماملو سره اړوند وي نو ځکه هغه خلک چې د تابعیت اخیستو لپاره یې درخواستونه جمع کړي دي، کېسونه یې د ځنډ سره مخته وړل کېږي.

په پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ د مالوماتو ترمخه په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ۵۴ کېمپونه دي چې تر ټولو زیات یې په خیبر پښتونخوا کې دي. د کمېشنرۍ په خبره ۳۲ سلنه افغانان په کیمپونو او پاتې له دې بهر د سیمه ییزو خلکو په منځ کې ژوند تیروي.

XS
SM
MD
LG