د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ تلين غونډې ګډونوالو د پښتنو پر شتمنيو د پښتنو د ملکيت غوښتنه وکړه


په کوټه کې د عثمان کاکړ تلين غونډې ته په زرګونو کسان ورغلي وو
په کوټه کې د عثمان کاکړ تلين غونډې ته په زرګونو کسان ورغلي وو

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سېنېټر عثمان کاکړ د دويم تلین غونډه کې ويناوالو د پښتنو پر اوبو، ځنګلونو او قدرتي شتمنیو د پښتنو د ملکیتي حق غوښتنه وکړه.

په غونډه کې په پاکستان کې پر هغو قامونو د يووالي او اتحاد غږ هم شوی چې ويناوالو "مظلومان" وبلل. دوی دا غږ د جون پر ۲۱مه نېټه په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (خوشحال ډلې ) تر سيوري لاندې د دې ګوند د يو پخواني مخکښ عثمان خان کاکړ د دویم تلين د لمانځلو پر مهال کړی دی.

په تلين غونډه کې د پښتون مېشتو سيمو او کوټې ښار په زرګونو کسانو ګډون وکړ او د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو او غړیو ته هم بلنه ورکړل شوې وه. زیاتره ويناوالو د عثمان کاکړ پر سياسي ژوند او مبارزه رڼا واچوله او ويې ويل چې هغه نن هم د مظلومو قامونو په زړه کې ژوندی دی.

ننۍ جلسې ثابته کړه چې عثمان کاکړ په مظلوم ولس کې څومره مجبوبیت درلود
مختیار خان یوسفزی

عثمان کاکړ د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۷مه نېټه په کوټه کې په خپل کور کې ژوبل شوی وو. هغه د بېهوشۍ په حالت کې لومړی د کوټې یو روغتون او بیا د کراچۍ اغا خان روغتون ته ويوړل شو خو نوموړي د جون پر ۲۱مه هلته سا ورکړه او د جون پر ۲۳مه د هغه مړی د نوموړي په پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو.

پښتونخوا ملي ګوند او د عثمان کاکړ کورنۍ له لومړۍ ورځې دا دريځ لري چې عثمان کاکړ پر سر وهل شوی او وژل شوی دی. کاکړ هم د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۱۰مه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو چې ده ته ''دړکې ورکول کېږي'' او که څه زيان ورورسېد نو ذمه واري به یې د پاکستان ''د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي.'' خو د بلوچستان حکومت نه یوازې دا تور ردوي بلکې د پلټنو لپاره یې د بلوچستان های کورټ پر دوو ججانو مشتمل يو عدالتي کمېشن هم جوړ کړی وو.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه عدالتي کمېشن رد کړ او غوښتنه يې وکړه چې د جسټس قاضي فایز عیسی په مشرۍ دې د سپریم کورټ د ججانو عدالتي کمېشن جوړ کړل شي او یا دې هم د ملګرو ملتونو له لارې تحقیقات وکړل شي. خو حکومت يې دا غوښتنې ونه منلې او د هغه د مرګ پلټنې تر اوسه نه دي شوي.

د جون پر ۲۱مه د عثمان کاکړ دویم تلین جلسې ته د وينا پر مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (خوشحال ډلې) مرستیال مشر مختیار خان یوسفزي وویل چي د عثمان خان تر مرګ وروسته د هغه د فکر او نظریې مبارزه لا پیاوړې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې ننۍ جلسې ثابته کړه چې عثمان کاکړ په مظلوم ولس کې څومره مجبوبیت درلود او د هغه له مرګ سره شوی زیان به تر ډیره وخته پورې پوره نه شي.

مختیار يوسفزي د پاکستان پر نورو قامونو چې ده محکوم یاد کړل، غږ وکړ چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره دې اتحاد وکړي ځکه د ده په وينا، له دې پرته د حقونو ترلاسه کول امکان نه لري. په پاکستان کې په عمومي توګه "مظلوم یا محکوم" قامونه پښتنو، بلوڅانو، سيندیانو او سراييکیانو ته ويل کېږي.

د عثمان کاکړ زوی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (خوشحال ډلې) مشر خوشال خان کاکړ د افغانستان پر حالاتو تفصیلي خبرې وکړې. هغه وويل چې عثمان کاکړ به تل په سیمه او وطن کي د برابرۍ او جمهوريت غوښتنه کوله.

خوشال کاکړ زیاته کړه چې خلک د دې جلسې له لارې د عثمان کاکړ روح ته د عقیدت پېرزوينې وړاندې کوي ځکه چې هغه به په سيمه او افغانستان کې امنیت، د محکومو قامونو ازادي او خپلواکي غوښتله او له تشدده پرته د سيمې د پرمختګ او سوکالۍ په تمه وو.

جلسې ته د عوامي نېشنل پارټۍ، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ د بلوچستان صوبې مشرانو هم ویناوې وکړې. د عوامي نېشنل ګوند صوباي مشر اصغر خان اڅکزي په خپله وينا کې وویل چي عثمان خان په دې سیمه کي د مظلومو قامونو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې وې.

په جلسه کې په منظور شوي يو پرېکړه ليک کې په پاکستان کې د پارلېمان او قانون برلاسي، په دې هېواد کې د ابادو قامونو ترمینځ د برابرۍ، خودمختارۍ او د جمهوري فېډرېشن غوښتنه وشوه. په یو بل پرېکړه ليک کي بیا غوښتنه وشوه چې د پاکستان روان اقتصادي بحران ته په کتو د ۱۹۴۰ز کال د قرار داد لاهور په رڼا کې دې په دې هېواد کې نوی عمراني تړون وشي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG