د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو مشران د مارچ تر پایه له پاکستانه د کډوالو ستنېدنه نا ممکنه بولي

تازه شو

د افغان کډوالو مشران په پېښور پریس کلب کې خبري غونډه کوي: انځور مارچ ۱۷، کال ۲۰۲۵
د افغان کډوالو مشران په پېښور پریس کلب کې خبري غونډه کوي: انځور مارچ ۱۷، کال ۲۰۲۵

د افغان کډوالو عالي شورا د پاکستان له حکومته د افغان کډوالو په زوره د اېستلو د پالېسۍ د ترکولو غوښتنه وکړه.

د شورا مشر بريالي مياخېل د مارچ پر ۱۷مه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه د تطبيق وړ نه ده چې وايي افغان سيټيزن کارډ لرونکي کډوال دې د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې له پاکستانه ووځي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته د لېږلو چارې دې د يو کال لپاره وځنډول شي او په دې موده کې دې د پاکستان او افغانستان حکومتونه په ملګرو ملتونو کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ او د افغان کډوالو له استازو سره په سلا مشوره د "عمل قابله" يوه تګلاره وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې وخت ورکړی دی چې په رضاکارانه توګه دې خپل هېواد ته ستانه شي، کنه نو تر هغې وروسته به په زوره وايستل شي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډاپور د مارچ پر ۱۶مه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته په وینا کې د افغان کډوالو په اړه د مرکزي حکومت پالېسي نیمګړې او د بشري حقونو ضد وبلله.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې دا مهال کابو ۸۰۰ زره افغان کډوال، چې 'اې سي سي' کارډونه لري، مېشت دي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

د یادونې ده چې پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې د افغان کډوالو اېستل پيل کړي دي. اسلام اباد تر هغه راهیسې، له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي. پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG