د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر ضمانت منظور کړ


علي وزیر د جون پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې پوځ ونیولو او په عدالت کې تر وړاندې کېدو وروسته د بنو زندان ته واستول شو ـ پخوانی انځور.
علي وزیر د جون پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې پوځ ونیولو او په عدالت کې تر وړاندې کېدو وروسته د بنو زندان ته واستول شو ـ پخوانی انځور.

په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت او سېشن جج د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر ضمانت منظور کړی.

د علي وزیر وکیل بخت نیاز ایډوکېټ مشال ریډیو ته وویل چې د علي وزیر د ضمانت لپاره یې د بنو سېشن جج او د ترهګرۍ ضد عدالت کې درخواست کړی وو، چې نن (د جون پر ۲۴مه) یې اوریدنه وشوه.

د هغه په خبره عدالت په دواړو مقدمو کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی او ټاکل شوې چې هغه هم نن ( د جون پر ۲۴مه) له جېله خوشې شي. خو د مشال راډیو د دې راپور تر جوړېدو نوموړی لا خوشې شوی نه وو.

علي وزیر د جون پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې پوځ ونیولو او د جون پر ۲۰مه یې په بنو کې د شمالي وزیرستان مجسټرېټ نمبر ۲ ته تر وړاندې کولو وروسته د بنو زندان ته واستول شو.

علي وزیر هغه مهال ونیول شو چې په میرامشا کې یې د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره په پرلت کې تر ګډون وروسته د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته په لاره وو.

د غورځنګ د مشرانو په وینا د مې په ۳۰مه نېټه په سیدګۍ امنیتي پوسته پوځ د دوی ملګري عید رحمان وزیر، جلال خان او زکیم وزیر نیولي ول.

اېف ايي اې د جون پر ۱۷مه نېټه علي وزیر، منظور پښتين او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو نورو غړو ته نوټېسونه استولي ول چې پکې تور پورې شوی وو چې دوی په خپلو ويناګانو کې د امنیتي ادارو پرضد په خلکو کې د نفرت خپرولو هڅه کړې ده.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د جون پر ۱۸م له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دا تورونه رد کړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د جون پر ۲۰مه د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د علي وزیر او د یاد غورځنګ د نورو پلویانو د نیولو خلاف مظاهرې وکړې.

علي وزیر د څه باندې دوو کلونو تر زنداني کېدو وروسته د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شوی وو.

د پېښور پولیسو وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه نیولی وو او بیا یې د سیند پولیسو ته سپارلی وو. د هغې صوبې پولیسو ویلي ول چې پر نوموړي په سهراب ګوټ کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو مقدمه دایره شوې چې پکې د هغه ګرفتاري اړینه وه.

د نوموړي پرضد د رياستي ادارو خلاف وينا کولو او د ولس د پارونې تورونه ول چې هغه تل رد کړي ول او دريځ يې درلود چې د پښتنو د حقونو لپاره يې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG