د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۲ ولسي وګړي او ډېره اسماعیل خان کې ۳ وسلوال وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د تېر څه مودې راهیسې د ناامني پېښې زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د تېر څه مودې راهیسې د ناامني پېښې زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په ميرعلي او رزمک کې په هدفي وژنو کې دوه کسان وژل شوي او په ډېره اسماعیل خان کې بیا پوځ د درې وسلوالو د وژلو خبر ورکړی دی.

د میرامشا پولیسو يو چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ليکلو په شرط د جولای پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې وسله والو په رزمک کې د ملک نسيم په نوم يو ځايي مشر په نښه او وواژه. په بريد کې دوه کسان زخميان شوي هم دي.

د چارواکي په وينا، دويم بريد د ميرعلي په حکيم خېلو کې شوی چې پکې د ملک سخي جان په نوم يو کس وژل شوی دی. تر اوسه پورې هيچا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې او نه هم پوليس څوک تورن کړي یا نيولي دي.

ډېره اسماعيل خان

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولایي پر دویمه په بیان کې ويلي چې د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې یې درې وسلوال وژلي دي. په بیان کې تور پورې شوی چې وژل شوي کسان پر پولیسو او پوځ باندې په حملو کې "ککړ" ول. بیان زیاتوي چې وژل شوي وسلوال د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان غړي دي.

خو د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته د جولایي پر دويمه په وسلواله نښته کې د خپلو دریو ملګرو د وژنې تصديق کړی خو دعوه يې وکړه چې پینځه پوځیان یې هم وژلي دي. پوځي چارواکي د طالبانو دا دعوه رد کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي ضلعو کې له ډېرې مودې راهیسې د بدامنۍ پېښې روانې دي چې زیاتره یې په شمالي وزیرستان کې رامینځ ته کېږي.

په دې بریدونو کې د ځايي قبایلي مشرانو، د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکو او سیاستوالو تر څنګ پولیس او د پوځ عسکر هم په نښه کېږي.

د جون پر ۲۰مه هم په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې دوه پوځيان وژل شوي او د ضلعې ډپټي کمېشنر پر کور راکټي برید کې یو تن ژوبل شو.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي‌ سیاسي اتحادیو او عام ولس په وار وار د دې بدامنۍ پرضد احتجاجونه، لاریونه او پرلتونه وهلي خو د ناامنۍ لړۍ بیا هم روانه ده.

احتجاج کوونکو تل تور پورې کړی دی چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو نه یوازې پر دې حالاتو سترګې پټې کړې دي بلکې د دوی په وینا، د وسلوالو ملګري دي.

خو حکومتي‌ او امنیتي‌ چارواکو داسې تورونه تل په کلکه رد کړي او دریځ لري چې دوی بې توپیره د وسلوالو په نښه کولو ته دوام ورکړی او حالاتو یې په واک کې دي.

XS
SM
MD
LG