د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ورزشي خبریالانو ورځ لمانځل شوې


په خوست کې خبريالان په کرکټ لوبه بوخت دي.
په خوست کې خبريالان په کرکټ لوبه بوخت دي.

په خوست کې د کرکټ پرمختیايي ادارې په بلنه د جولایي پر دویمه د ورزشي خبریالانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د ادارې په وینا د هغې ورځې د نمانځنې هدف یې دادی چې د لوبغاړو تر مینځ همغږۍ ډېره کړي، د هغوی پر ستونزو خبر شي او د کار ښه کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي.

د ورزشي خبریالانو نړیوالو ورځ په لومړي ځل د ۱۹۹۴ز کال د جولای پر دويمه د ورزشي رسنیو د انجمن لخوا ونومول شوه او له هغه وروسته هر کال دا ورځ په ۱۶۰ غړو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

په غونډه کې شریک ورزشي خبریال ایوب یاد مشال راډیو ته وویل چې ورزشي خبریالان په دوامداره توګه خلک له لوبو سره بلدوي او هغوی سپورټي هلو ځلو ته هڅوي.

هغه وویل د رسنیو ډېروالی او سپورټي خپرونې يې ددې لامل شوي، چې په افغانستان کې ورزش پرمختګ وکړي او خلک د لوبو له ډېرو اړخونو سره بلد شي.

که څه هم له لسګونو کلونو راهیسې په افغانستان کې ځینې لوبې دود دي، خو اوسمهال په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو ډېره پاملرنه کرکټ ته ده.

ورزشي خبریال شاهدالله ځواک وايي، د سپورټ د برخې خبریالان باید د کرکټ په شان ټولو نویو او دودیزو لوبو پوښښ ته توجه ورکړي او د ورزشکارانو په هڅونه کې خپل رول سرته ورسوي.

د ده په وینا ځینې لوبې د یو شمېر هېوادونو د پېژندګلوی نښې بلل کیږي.

ورزشي خبریالان د دوی مسلکي ظرفیت لوړونه، مادي امکانات، له لوبډلو سره همغږي او په رسنیو کې د لوبو د خپریدو لپاره کافي وخت له خپلو مهمو اړتیاوو څخه یادوي.

د جولایي پر دوېیمه د ورزشي خبریالانو نړیوالې ورځ نمانځنغونډې ته خبریالان ورغلي دي.
د جولایي پر دوېیمه د ورزشي خبریالانو نړیوالې ورځ نمانځنغونډې ته خبریالان ورغلي دي.

خبریال او د کرکټ د برخې یو مبصر بهار سمسور وايي: "په تېر کې یو څه ادرسونه وو، چې د ورزشي خبریالانو په برخه کې به يې کار کاوه، اوس هم د دې اړتیا ده چې په بیلابیلو برخو کې د دې خبریالانو ملاتړ وشي، دوی وهڅول شي تر څو د سپورټ انعکاس ته په منظمه توګه کار شوی وي. "

بل لوري ته د خوست کرکټ د پرمختیايي ادارې مسوولین وايي، چې ورزشي خبریالانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.

د یادې ادارې د رسنیو د برخې مسوول اکبرعلي سمون وویل: "په ټوله کې د دې ورځې د نمانځنې موخه داوه چې د خوست ورزشي خبریالانو او د کرکټ ادارې تر مینځ همغږي رامنځته شي، د خبریالانو ستونزو ته رسیدنه وشي، په تېر کې هم ورزشي خبریالانو ته د افغان کرکټ بورډ له لورې روزنیز ورکشاپونه جوړ شوي وو او پلان شته چې په راتلونکې کې هم دوی ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې ځینې نورې برنامې هم پلې شي. "

په افغانستان او په ځانګړې ډول خوست کې له لسګونو کلونو راهیسې یو شمېر لوبې دود دي خو ورزشکاران د مسلکي زده کړو او د لوبو لپاره د میدانونو او وسایلو په برخو کې له ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG