د ازبکستان تنورونه چې یوې مېرمنې جوړ کړي
که څه هم د ازبکستان په فرغانه دره کې د تنورو جوړولو کسب د سړیو کار ګڼل کېږي خو ۵۹ کلنه اولماخان بیا په دې کسب کې ځان له سړیو شاته نه بولي. نوموړې وايي دا کسب یې له خپل سخر په داسې حال کې زده کړی چې هغه خپلو لوڼو او نږېندو ته د دې کار کولو اجازه نه ورکوله. اولما خان بې وزلو ته وړیا تنورونه هم جوړوي..