نعیم الرحمن بنګښ د لندن په کارخانه کې مزدور وو او نن د کارخانې مالک
د هنګو نعيم االرحمن بنګښ چې کله ۴۳ کاله مخکې د برتانيا لندن ښار ته ولاړ نو په يوه کارخانه کې يې د مزدور په حيث کار پیل کړ، خو نن په هم دې ښار کې په خپله د يوې کارخانې مالک دي. هغه له برتانیا دباندې نورو غربي هېوادونو ته سامانونه لېږدوي. په اروپا کې مېشتو پښتنو ته د ورپېښو ننګونو، فرصتونو، لاسته راوړنو او د وی په غربي ټولنه د ورګډېدو په اړه د مشال راډيو د ځانګړي پروګرام په بله برخه کې د حاجي نعيم الرحمن بنګښ قیصه واورئ.