د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي د بېلا بېلو قبیلو ترمینځ د ځمکو پر سر زیاتو شویو شخړو اندیښمن کړي دي.
د سیمې یو مشر ملک لیاقت خان مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر قبیلې په خپلو کې د ځمکو په سر لانجې لري چې امله یې حالات ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. هغه وویل چې که حکومت هغه ستونزه حل نه کړي نو په راتلونکي کې ترې د کور په کور دښمنۍ جوړیدو وېره ده.
هغه وویل ''د مختلفو قبیلو ترمینځ د ځمکو په سر شخړو زور نیولی، اوس دغه شخړې وړو قبیلو ته غځیدلې دي، د لوی تصادم خطر دی، د کور کور دښمنۍ خطر دی."
ملک لیاقت خان وویل چې اوس خو شمالي وزیرستان ضلع ده، پولیس او عدلیه شته خو د ده په وینا، "افسوس چې ناکامه دي."
نوموړي زیاته کړه چې دوی خواست کوي چې د قبیلو ترمینځ د شخړو مستقل حل وکتل شي ګني نو راتلونکی کهول به د یو بل دښمن وګرځي.
په شمالي وزیرستان کې عیدک بوراخېل، خدي مچي خېل، مچي خېل مبارک شاهي، مدخوزي دته خېل، ایپي مدي خېل او نورو ترمینځ د ځمکو شخړې شتون لري.
د میرعلي اوسیدونکی سیاسي او ټولنیز فعال عادل داوړ وايي چې که حکومت د خلکو ترمینځ هغه شخړې ختمې نه کړي نو ښایي په ترهګرۍ کې تر اوښتي تاوان ډېر زیان د وزیرستان خلکو ته ورسیږي.
ده وویل، ''وزیرستان له وړاندې ترهګرۍ ځپلی، نور جنګونه او تشدد نشي زغملای، انتظامیه، پولیس او عدالتونه باید د ځمکو د شخړو حل ولټوي."
د ده په وینا، باید د دې لپاره کمیټۍ وټاکي چې سیاسي، پارلیماني، پولیس او انتظامي مشران پکې وي او دغه قبیلې پخلا کړي او راروان نسل له تشدده وژغوري.
په میرامشا کې د درپه خېل او تبي قبیلو ترمینځ له کلونو راهیسې د ځمکې پر سر شخړه روانه ده. پر دې سربېره په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یو شمېر لانجې دي چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او همداراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمينځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.
د دې ترڅنګ، د جنوبي وزیرستان مسید هم د شمالي وزیرستان له وزیرو سره په رزمک کې د ځمکې لانجه لري.
د ضلع مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې د ستونزې د حل لپاره یې جرګې جوړې کړي او هڅه کوي چې په شخړو کې ښکېلې قبیلې له جنجاله وژغوري او د ځمکو د لانجو حل پیدا کړي.
هغه وویل هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د یو بل پر ضد وسله وکاروي. روانه میاشت په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر پیدا شوې نښته تر شپږو ورځو وغځیده او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده.
د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.