د خیبر پښتونخوا سوات ضلع په مټه کې د ناموس په نوم ښځه او سړی وژل شوي دي.
د سوات مټې تحصیل چپریال پولیس تاڼې اېس اېچ او محمدزیب خان د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د مټې پیوچار شګۍ کلي کې خپله ښځه او ورسره یو سړی ویشتلي.
هغه وویل وژونکی یې د وسلې سره نیولی دی ''د شپې ۱۱ نیمې بجې زموږ د تاڼې نه ۱۸ یا ۲۰ کیلومیټره لېرې د ګپ پیوچار علاقې نه اطلاع میلاو شوه چې اخترعلي نومې تن خپله کور والا او یو بل تن په ډزو ویشتي. موږ لاړو، ملزم مو ونیوو او اله قتل مو برامد کړه.''
د سوات په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې تر دې وړاندې هم يوشمېر کسان، چې زياتره يې ښځې دي، د غيرت يا ناموس په نامه وژل شوي دي.
په سوات کې د ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله نیلم وکیله وایي چې په سوات او خیبر پښتونخوا کې د غیرت یا ناموس په نامه وژنې زیاتې دي. د هغې په خبره د دې لویه وجه داده چې هلته په هغو وژنو کې ککړو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي.
نوموړې وايي:
"د غيرت په نوم وژنه کې هميشه ښځې وژل کېږي په تازه پېښه کې یو سړی هم وژل شوی. ملزم هم نیول شوی. هغه به عدالت ته هم وړاندې شي خو په دې مینځ کې خاندانونه خپلو کې جرګه وکړي او ملزم به خوشې شي.دا وجه ده چې په هغو پېښو کې کمی نه راځي."
په سوات کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې "دي اوېکننګ" یو مشر شمشېر علي خان وايي، سږ کال له پیل راهیسې، په سوات کې د ناموسي وژنو په پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي چې پکې څلور سړي او پاتې ښځې دي.
د جولای پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه وویل:'' د غيرت په نوم وژنو په کيس کې هغه مادې نه شاملېږي کومې چې په قانون کې د قتل لپاره دي.''
د پاکستان قامي اسمبلۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د ناموس په نامه د وژنو مخنيوي لپاره په قوانينو کې بدلونونه وکړل. په قانون کې وراضافه شوه چې ریاست به په ناموسي وژنو کې فریق جوړېږي. د دې مقصد د مدعيانو ترمینځ له عدالته بهر د جوړجاړي مخنیوی کول ول.
بل خوا پولیس سږکال په سوات کې په ناموسي وژنو کې د شپږو کسانو د وژنې پخلی کوي. پولیس دا هم وایي چې په هغو وژنو کې د ککړو خلکو سره د قانون سره سم چلند کوي.