د کور مشران باید په سکول، مدرسه او د لوبو په ځایونو کې په خپلو ماشومانو نظر وساتي
د جولای پر ۱۴مه د پنجاب صوبې د داخله چارو وزارت په خپل یو راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو نږدې شپږو میاشتو کې په هغه صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تیري او زور زیاتي ۱۳۹۰ پېښې رپوټ شوې دي چې پکې زیاتره د ماشومانو هلکانو سره شوې دي. دا چې زموږ په ټولنه کې میندې او پلرونه څنګه پر خپلو ماشومانو هلکانو نظر وساتي او د منفي رویو او یا هم له ناسم سلوک څخه یې څه ډول محفوظه وساتي؟