د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسیدو جرګې د برمته شوي حکمت الله اېډوکېټ د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


د مسیدو دا جرګه د جولای پر ۳۱مه په ټانک کې د هغه ضلعې د مرستيال کمېشنر په دفتر کې وشوه.
د مسیدو دا جرګه د جولای پر ۳۱مه په ټانک کې د هغه ضلعې د مرستيال کمېشنر په دفتر کې وشوه.

د بر جنوبي وزيرستان د مشرانو يوې جرګې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د حکمت الله مسيد اېډوکېټ په نوم د دوی يو کس د سيند صوبې د کچې سيمې له غلو خلاص کړي.

د مسیدو دا جرګه د جولای پر ۳۱مه په ټانک کې د هغه ضلعې د مرستيال کمېشنر په دفتر کې وشوه.

په جرګه کې شامل د حکمت الله مسيد د تره زوی شاهد مسید مشال راډيو ته وويل چې د کچې غله يو نيم کروړ روپۍ ورڅخه غواړي.

حکمت الله مسید اېډوکېټ
حکمت الله مسید اېډوکېټ

ده وویل، "غلو راته د جولای پر ۱۸مه زنګ وواهه چې حکمت الله ايډوکېټ زموږ په حراست کې دی. اوس وايي چې د يو نيم کروړ روپيو بندوبست وکړئ، موږ ته يې راوړئ او خپل کس بوځئ."

نوموړي زياته کړه چې حکمت الله د جولای پر ۱۶مه شپې مهال د یو ملګري د لیدو لپاره له کوره وتلی وو او بیا پسې ورک شو او پر ۱۸مه نېټه ورته د کچې غلو د پیسو لپاره ټېلیفون وکړ.

د جرګې يو مشر مشال راډيو ته وويل، دوې کمېټې يې جوړې کړې دي چې يوه به په اسلام اباد او بله به په کراچۍ کې له اړونده چارواکو سره پر دې معامله خبرې کوي.

جرګې پرېکړه کړې چې که حکومت د حکمت الله مسيد د خلاصولو لپاره ژر اقدام ونه کړ نو لويې احتجاجي مظاهرې به وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې په دې وروستيو کې د خالد خان بېټني په نوم يو کس د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه.

وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني. په يوه بله ويډيو کې ښکاري چې هغه په زنځيرونو تړل شوی او تشدد پرې کېږي. برمته ګرو د بېټني له کورنۍ څخه د نهه کروړه روپيو تاوان غوښتنه کړې وه.

خالد بېټني د جولای پر ۲۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خلکو مننه وکړه چې د هغه د خلاصون لپاره یې هلې ځلې او احتجاجونه وکړل. نوموړی د جولای پر ۲۸مه په ټانک کې خپل کور ته رسېدلی دی.

د هغه د خوشي کولو لپاره د سيند په کراچۍ او حيدر اباد ښارونو کې د بېټني قبیلې وګړو، عامو پښتنو ټرانسپورټرانو او مدني فعالانو مظاهرې وکړې.

تر هغه وروسته د کشمور سيمې پوليسو د جولای پر ۲۷مه خالد خان بېټنی له غلو خلاص کړ او په عملياتو کې يې د شپږو مشکوکو غلو د وژلو ادعا وکړه.

تر خالد خان بېټني مخکې هم ځینې پښتانه ډرېوران د کچې غلو تښتولي ول چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړل.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG