کراچۍ کې هندوانو په زور د نجونو ودولو ضد مظاهره کړې
په سيند مېشت هندوان تور پورې کوي چې وړې نجونه یې تښتول کېږي او په زور د مذهب تر بدلونې وروسته ودول کېږي. هندوانو د اګست پر اتمه په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په زور د هندوو نجونو تښتول، مذهب بدلولو او ودونو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي. تفصیل په ویډیو کې.