د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف او عوامي نیشنل ګوند له انوار الحق کاکړه پر وخت د شفافو انتخاباتو کولو غوښتنه کړې


انوار الحق کاکړ د پاکستان نوي وزیراعظم په توګه نومول شوی دی - پخوانی انځور.
انوار الحق کاکړ د پاکستان نوي وزیراعظم په توګه نومول شوی دی - پخوانی انځور.

پاکستان تحريک انصاف او عوامي نیشنل ګوند له نومول شوي نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړه غوښتنه کړې چې پر خپل وخت دې راڼه انتخابات وکړي.

د تحريک انصاف وکيل شعېب شاهين د اګست پر ۱۳مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې کاکړ بايد "يو لاسپوڅی وزیراعظم" نه وي او ټولو سياسي ګوندونو ته د انتخاباتي کیمپېن کولو مساوي چاپېریال برابر کړي.

د تحريک انصاف يو بل مشر اعظم سواتي هم د اګست پر ۱۳مه رسنیو ته په استولي ويډيويي پيغام کې دعوه کړې چې اېسټیبلېشمنټ انوار الحق کاکړ ټاکلی دی خو بیا هم ورڅخه د رڼو انتخاباتو هیله لري. په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د هېواد امنیتي ادارو لپاره کارېږي چې په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د اګست پر ۱۲مه وویل چې د انتخاباتو ځنډول ورته د منلو نه دي. هغه په بیان کې وویل چې باید یو داسې کس لنډمهالی وزیراعظم نومول شوی وای چې په هېڅ ګوند پورې تړلی نه وای.

خو اېمل ولي خان ټینګار وکړ چې نګران وزيراعظم بايد جمهوري اقدارو ته په احترام د شفافو انتخاباتو کېدل باوري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې سېنېټر انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په توګه د خپلې دندې لوړه وکړي.

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د اګست پر ۱۲مه د تلونکي وزیراعظم شهباز شریف او په پخوانۍ قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو د مشر راجا ریاض احمد په سپارښتنه د نګران وزیراعظم په توګه د کاکړ ګومارنه منظور کړه.

د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل د کاکړ پر نومول کېدو د اندېښنو څرګندونه کړې ده. نوموړي د اګست پر ۱۲مه د پخواني واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف ته یو لیک استولی دی چې پکې یې له هغه څخه ګیلې کړې دي.

مسلم لیګ (ن) د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د تېر وفاقي اېتلافي حکومت مشري کوله او د شریف ورور شهباز شریف یې وزیراعظم وو.

مېنګل په لندن کې مېشت نواز شریف ته لیکلي دي چې د هغه له ګوند سره د لنډمهالي وزیراعظم ټاکلو په اړه مشوره نه ده شوې.

خو په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو د نګران وزیراعظم څوکۍ ته د انوار الحق کاکړ د نومول کېدو هرکلی کړی دی.

د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۲مه په ویډیويي بیان کې هیله ښوولې چې لنډمهالی وزیراعظم به راڼه انتخابات کېدل باوري کړي. "هغه ته لویه ذمه واري سپارل شوې ده. دا مسوولیت په ملک کې د شفافو او له درغلیو د پاکو انتخابات کول دي. موږ غواړو چې په هېواد کې پر ټاکلي وخت انتخابات وشي."

قریشي البته وویل چې دا به ګوري چې کاکړ په لنډمهاله کابینه کې څوک شاملوي او هغوی به واقعي هم بې طرفه وي او که نه؟

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق، د پیپلز ګوند مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر راجا پروېز اشرف، د مسلم لیګ (ق) مخکښ چودري سرور، د پاکستان استحکام ګوند مشر فواد چودري د یوشمېر نورو ګوندونو مشرانو انوار الحق کاکړ ته د وزیراعظمۍ دندې لپاره په نومول کېدو مبارکي ویلې ده.

خپله انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۲مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي دي چې د ټولو خواوو منندوی دی چې د هېواد رهبرۍ لپاره یې ورباندې باور وکړ.

کاکړ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمې کلا سیف الله کې زېږېدلی وو چې لومړۍ زده کړې یې په کوټه او لوړې زده کړې یې له بلوچستان پوهنتون او د پاکستان د دفاعي چارو له ملي پوهنتونه کړې دي.

کاکړ خپل سیاسي سفر د مسلم لیګ (ن) له غړیتوبه پیل کړی وو خو د پوځ د پخواني مشر پروېز مشرف په واکمنۍ کې په مسلم لیګ (ق) کې شامل شو.

نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې په نوي جوړ شوي ګوند بلوچستان عوامي پارتۍ ورګډ شو او د شپږو کلونو لپاره سېنېټر وټاکل شو. دی په سېنېټ کې د بهرمېشتو پاکستانیانو د چارو کمېټۍ مشر وو.

د پاکستان تلونکی وزیراعظم شهباز شریف او د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو یوه ورځ وروسته د اګست پر ۱۰مه په لومړي ځل خبرې وکړې او یو بل ته یې د احتمالي وزیراعظم نومونه وسپارل.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دفتر د اګست نهمې پر ماخوستن ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې له ایین سره سم یې اسمبلي تحلیله کړې ده.

د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو او د نګران حکومت تر جوړېدو وروسته کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلانوي او په دې برخه کې تیارۍ پیلوي.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.

XS
SM
MD
LG