د پاکستان د ديني عالمانو ټولنې په جړاوالا کې د عيسویانو پر عبادت ځايونو او کورونو بریدونه غیر شرعي بللي دي.
د اګست په ۱۸مه په لاهور کې د پاکستان رويت هلال کميتۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد وويل چې اسلام چاته هم اجازه نه ورکوي چې په لارو کوڅو کې خپل عدالتونه ولګوي او د جزا او سزا کار په خپل لاس کې واخلي.
بلخوا د پنجاب د پوليسو مشر ډاکټر عثمان انور ويلي چې په جړاوالا کې د اغیزمنو عیسویانو د بیا بحالۍ کار يې پیل کړی دی.
د پنجاب پوليسو د اګست پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه د خپل مشر ډاکټر عثمان انور هغه ویډیو بیان خپور کړی دی.
نوموړي ویلي چې په جړاوالا کې يې تر بلوو وروسته د بې کوره شویو عيسویانو کورنيو لپاره د استوګنې انتظام کړی او د ښځو او ماشومانو د نفسیاتي درملنه یې پيل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پنجاب پولیس وايي، په جړاوالا کې یې د کلیساګانو سوځولو او د عیسویانو پر کورونو د بریدونو په تور ۱۲۸ کسان نیولي دي او د سلګونو خلاف یې مقدمه دایره کړې ده.
پولیسو دا بیان تر هغې وروسته ورکړی دی چې د پنجاب تر ټولو لوړپوړی بیوروکراټ (چیف سېکرټري) زاهد اختر زمان او د صوبې د پولیسو مشر عثمان انور د اګست پر ۱۷مه جړاوالا ته ورغلل او هلته یې د وضعیت جاج واخیست. دواړو چارواکو هغه ودانۍ او کلیساګانې هم ولیدې چې د اګست پر ۱۶مه ورباندې بلوه ګرو حملې کړې وې.
په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
د پوليسو په وينا، پر دوو عیسویانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تر تورونو وروسته پارېدلي خلک د ښار هغې برخې ته ورغلل چې پکې عیسویان اوسي او هلته یې یوشمېر کورونه او کلیساګانې سوځولې، لوټلې او یا ړنګې کړې دي.
د جړاوالا پولیسو په تاوتریخوالي او بلوو کې د ککړتیا په تور د څه باندې ۶۰۰ کسانو پرضد مقدمه دایره کړې ده. پولیسو د اګست ۱۶مې په رپورټ کې پر هغو کسانو د ترهګرۍ، د خلکو د وژنې هڅې (اقدام قتل) او د پولیسو مقاومت کولو په ګډون یوشمېر جنايي مادې (دفعې) شاملې کړې دي.
په مقدمه کې په جړاوالا کې د اهل سنت ډلې د امیر مفتي محمد یونس او د تحریک لبیک پاکستان ګوند ځايي مشر سید اصف الله شاه بخاري نومونه شامل دي او پر هغوی تور پورې شوی دی چې د مظاهرچیانو او بلوه ګرو مشري یې کوله.
هغو دواړو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو رویټرز اژانس د اګست پر ۱۶مه د تحریک لبیک پاکستان په حواله ویلي ول چې د هغه ګوند مشران او غړي په تاوتریخوالي کې ککړ نه دي.
پولیس وايي، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پر تور یې دوه عیسویان نیولي او بلخوا يې يوشمېر بلوه ګر هم نيولي دي.
په جړاوالا کې څه پېښ شول؟
د فیصل اباد ضلعې د جړاوالا پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د اګست پر ۱۶مه په سیمه کې یوشمېر کسانو دعوه وکړه چې هلته اسلامي مقدساتو او د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی دی او تر دې وروسته اوازه (ګنګوسه) خپره شوه چې ګواکې دا کار دوو عیسویانو وروڼو کړی دی.
پولیس او د ښار اوسېدونکي وايي، تر دې وروسته د جړاوالا په یوشمېر جوماتونو کې اعلانونه وشول او سلګونه کسان ورغونډ شول.
پولیس وايي، ګڼو خلکو د ښار پر سینما چوک یا څلورلاره مظاهره وکړه او هلته یې تر څه وخت پورې عمومي سړک تړلی وو.
تر دې وروسته پارېدلي کسان عیسانګرۍ سیمې ته ورغلل او هلته یې د عیسویانو پر کورونو او کلیساګانو حملې وکړې.
د پنجاب لنډمهالي حکومت د جړاوالا انتظامي مشر، چې عیسوی دی، بدل کړ او هغه یې سمدستي لاهور ته وغوښت.
غبرګونونه
د جړاوالا پېښې د پاکستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي او د بشري حقونو سازمانونو له اسلام اباده د پلټنو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جړاوالې پر پېښه سخت خپګان وښود او پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، یې په بیان وویل چې "د قانون سرغړوونکو او د لږکیو په نښه کوونکو پرضد دې سخت اقدام" وشي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جړاوالا کې د پر کلیساګانو او کورونو پر حملو "سخته اندېښنه" ښوولې ده.
د وزارت ویاند وېدانت پټېل د اګست پر ۱۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا "په سوله ییز ډول د بیان د ازادۍ او د هر وګړي د مذهب او عقیدې د ازادۍ د حق ملاتړ" کوي او د "مذهب پر اساس د تاوتریخوالي پېښو په اړه اندېښنه" لري.
پټېل د پاکستان پر چارواکو غږ وکړ چې په جړاوالا کې د شویو پېښو "بشپړې پلټنې" وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې کلیساګانو او ودانیو ته د اور اچوونکو پرضد دې اقدامات وکړي.
د سازمان د جنوبي اسیا څانګې لنډمهالې څېړونکې رهاب مهامور د اګست پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې چارواکي دې "سمدستي د عیسویو لږکیو له اړتیاوو او غوښتنو سره سم، د هغوی خوندیتوب باوري کړي او پر کلیساګانو او کورونو دې په بریدونو او ورته د اور اچولو په پېښو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري."
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د جړاوالا پېښه غندلې ده. کمېشن د اګست پر ۱۶مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د مذهب سپکاوي تر تورونو وروسته پر عیسویو کورنیو او کورونو د پارېدلو کسانو بریدونه باید په صراحت وغندل شي."
کمېشن په بیان کې ویلي دي چې په پاکستان کې دا ډول حملې چې "منظمې، له تاوتریخوالي ډکې او اکثر یې مخنیوی شونی نه وي، په تېرو کلونو کې ظاهراً زیاتې شوې دي."
د بشري حقونو کمېشن په بیان کې له چارواکو غوښتي دي چې د جړاوالا په پېښه کې ککړ کسان دې معلوم کړي او له قانون سره سمه سزا دې ورکړي.
اخوا په کراچۍ کې یوشمېر عیسویانو، سیاستوالانو او فعالانو د اګست پر ۱۷مه هم د جړاوالا پېښې پرضد مظاهره وکړه او د کلیساګانو سوځل او لوټل یې وغندل.
هغوی د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې پر حکومت غږ وکړ چې د لږکیو ژوند او مال دې خوندي کړي. په مظاهره کې د عیسویانو ملي ګوند (نیشنل کرېسچیین پارټۍ)، پیپلز ګوند او د لږکیو او د بشري حقونو د سازمانونو غړو او پلویانو او لسګونه فعالانو ګډون وکړ.
په کراچۍ کې تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه هم عیسویانو مظاهره وکړه او د جړاوالا تاوتریخوالي پرضد نعرې ووهلې.
دوی په لاسونو کې یې بینرې نیولې وې چې ورباندې د تاوتریخوالي درولو غوښتنې او د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون ناسم استعمال درولو غوښتنې لیکل شوې وې.
د مظاهرې ګډونوالو او د عیسویانو مشرانو مشال راډیو ته وویل چې د هېڅ دین د مقدساتو او سپېڅلو کتابونو سپکاوی باید و نه شي. د دوی په خبره، د جړاوالې پېښې د پاکستان لږکي اندېښمن کړي دي.
دوی زیاته کړه چې دا د پاکستان د دولت ذمه واري ده چې د لږکیو خوندیتوب باوري کړي.
د مذهب سپکاوي پر سر تاوتریخوالی او قانون
په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې پارېدلو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه.
د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه چینايي وګړي هم د اسلام د سپکاوي تور پورې شوی وو چې د ګرفتارۍ لپاره یې خلکو مظاهره کړې وه. حکومت هغه چینايي کارکوونکی په پوځي هېلېکاپټر کې اېبټ اباد ته واستاوه.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې پارېدلو کسانو یو سري لنکايی وګړی پریانتا کمار وژلی وو.
په ۲۰۱۷ز کال کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې پارېدلو زده کوونکو او نورو کسانو د مشال خان په نوم خپل پوهنتوال او مدني فعال وژلی وو. وروسته د پولیسو پلټنو وښوده چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.
د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.
خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.