د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرامشا کې وسله والو دوه تنه وژلي او د بکاخېلو یو مشر یې تښتولی دی


د پاکستان پوځ په وار وار ویلي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده خو بیا هم هلته د ناامنۍ پېښې روانې دي.
د پاکستان پوځ په وار وار ویلي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده خو بیا هم هلته د ناامنۍ پېښې روانې دي.

د شمالي‌ وزیرستان په میرامشاه کې وسله والو د اګست پر ۲۰مه ناوخته دوه تنه په ډزو وژلي دي‌.

د میرامشاه پولیس تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې ټېکه دار یونس خان او د هغه موټر چلوونکی عبدالناصر هغه مهال د وسله والو په برید کې وژل شوي دي چې د امنیتي ځواکونو پوستې ته یې سامان ور وړی.

د دوی په وینا، وسله وال تر پېښه وروسته تښتېدلي دي خو دوی په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري‌ نه ده منلې.

بل پلو د بنو په بکاخېلو کې ناڅرګندو وسله والو یو ځايي‌ قبایلي مشر او دیني عالم مولانا ضبط علي خان تښتولی دی.

د بکاخېلو تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې مولانا ضبط علي خان د اګست پر ۲۱مه تښتول شوی دی.

د ده په وینا، یاد قبایلي مشر او دیني‌ عالم په خپل موټر کې د بکاخېلو مدرسې ته روان وو چې نامعلومو وسله والو له موټر سره له ځان سره بیولی دی.

دې چارواکي زیاته کړه چې پولیسو په سیمه کې ناکه لګولې ده او د مولانا ضبط علي خان د میندلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.


د بکاخیلو مشرانو ملک لیاقت، ملک مسط علي خان ، ملک ګل باز او نورو مشال راډیو ته وویل چې که حکومت د دوی مشر د وسله والو له منګولو خوشي نکړي نو دوی به احتجاج کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات لا پسې خراب شوي دي.

هلته نژدې هره ورځ هدفي وژنې، تښتول، بریدونه او چاودنې کېږي چې له کبله یې د ځايي خلکو په وینا، هلته ژوند ډېر ګران شوی او خلک پر کډه کولو مجبور شوي دي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۹مه هم د شمالي وزیرستان په شوال کې په يوه چاودنه کې له پوځ سره کارکوونکي ۱۱ مزدوران ووژل شو.

يو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې د مکین او واڼا اوسېدونکو هغو مزدورانو د پوځ له خوا په جوړېدونکې يوې ودانۍ کې کار کاوه.

د اګست پر ۱۶مه هم په میرعلي کې د ملي جمهوري غورزنګ ځايي فغال خالد داوړ وسله والو په هدفي برید کې وژلی وو.

تر دې وړاندې د اګست په ۱۴مه هم په رزمک کې وسله والو د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځايي فغال ګل دراز خان په هدفي برید کې وژلی وو.

خلکو د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخول په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په اکثرو دې غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG