مظاهره کوونکو عیسايانو او هندوانو د خپلوانو خوشې کول وغوښتل
د سیند صوبې هندوانو او عیسایانو په کراچۍ کې د مظاهرې په کولو سره پر حکومت غږ کړی چې د دوی تښتول شوي نجونې، هلکان او ماشومان دې له تښتوونکو خوشې کړي. مظاهره چيان د سیپتمپر پر درېيمه د کراچۍ تين تلوار چوک ته ورغلي وو او د خپلو کسانو د خوشې کولو دغوښتنې پوره کېدو لپاره يې د احتجاج په توګه ځينې لارې هم بندې کړې. دوی ويل چې د سيند صوبې په کچې سیمې کې لس هندوان او عیسایان تښتول شوي چې ډاکټران هم پکې شامل دي. د احتجاج کوونکو په وينا تښتونکي کروړونه روپۍ غواړي. تفصیل په ویډیو کې