د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسان غني وايي وسلوالو د چترال ارزښت ته په کتو پر هغه سیمه حمله کړې


احسان غني وايي وسلوالو د چترال ارزښت ته په کتو پر هغه سیمه حمله کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:54 0:00

د پاکستان یو مهم پخوانی چارواکی احسان غني وايي، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ځکه پر چترال حمله وکړه چې هغه سیمه په ستراتیژیکه توګه خورا زیاته مهمه ده او ورسره د افغانستان او چین پولې لګېدلې دي او مرکزي اسیايي هېوادونو ته نېږدې پرته ده. د سېپټېمبر پر شپږمه د خیبر پښتونخوا په هغه غرییزه سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې وه. د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (نېکټا)، او د خیبر پښتونخوا د پولیسو او استخباراتي ادارې انټېلېجنس بیورو پخوانی مشر احسان غني وايي، اسلام اباد دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د ګوتې نیولو پر ځای خپله د خپلو مسلو د هواري هڅې وکړي. مشال راډیو له نوموړي سره د روانې ناامنۍ په اړه ویډیويي مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG