د بلوچستان په مستونګ په بمي چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ویاند او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
د مستونګ پولیسو په بیان کې ویلي دي چې د حافظ حمد الله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه پر چوټو پوستې د چاودنې ښکار شو.
د مستونګ انتظامي مشر عبدالرزاق ساسولي رسنیو ته ویلي دي چې ټول ژوبل کسان د مستونګ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وايي د حافظ حمد الله روغتیايي حالت له خطره بهر دی او د هغه په ګډون درې ژوبل کسان د کوټې سېول روغتون ته لېږدول شوی دی.
دی وايي چې په ژوبلو کې یوه ښځه هم شامله ده او د هغوی روغتیايي حالت هم له خطره بهر دی.
پولیس وايي تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو زیاتوي چې سرتېرو یې په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.
د مستونګ د چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې ده.
جمعیت علمای اسلام (ف) چاودنه غندلې ده او له حکومته یې غوښتي دي چې د پېښې پلټنې دي وکړي او د هغه ګوند د سیاستوالانو او ولسي وګړو د ژوند او مال ساتنې لپاره دې اقدامات وکړي.
په همدې حال کې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې په مستونګ کې یې په عملیاتو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې یو مهم غړی وژلی دی.
سي ټي ډي د سېپټېمبر پر ۱۴مه په بیان کې ویلي دي چې عملیات یې د چارشنبې (شورو) پر ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي چې پکې یې د غلام الدین عرف شعېب نومي وسلوال وژلی دی.
په بیان کې راغلي چې هغه وسلوال د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق پر قافلې، په ۲۰۱۷ز کال کې په مستونګ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر سیاستوال مولانا عبدالغفور حیدري او په ۲۰۱۶ز کال کې د کوټې په سېول روغتون کې په ځانمرګو بریدونو کې ککړ وو.
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ناامني او د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او په بریدونو او نښتو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سېپټېمبر پر نهمه د فوټبال شپږ ځايي لوبغاړي په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.
تر دې مخکې د اګست پر ۱۶مه په پښین کې د ټرافیکو پر پولیسو او د لېویز ځواک پر تاڼه په دوو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی وو. پر پولیسو د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
د اګست پر ۱۳مه وسلوالو په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه.
د پاکستان پوځ او په اسلام اباد کې د چین سفارت وايي چې په برید کې چینايي وګړو ته زیان نه وو رسېدلی.
پوځ په بیان کې ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درې سرتېري ټپي شول.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم پر هغه ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه وارۍ منلو تر څنګ د "څلور چینايي وګړو او نهو پوځیانو د وژنې" دعوه وکړه چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.
په پاکستان کې د چین سفارت په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید وغنده او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې "هراړخیزه پلټنې" وکړي او پکې "ککړو کسانو ته سخته سزا" ورکړي.
بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې وخت پر وخت په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو او وګړو او داراز پر پاکستانیو امنیتي او حکومتي چارواکو د بریدونو ذمه واري مني.
چینايي کارکوونکي د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپيک) د پروژو عملي کولو په ترڅ کې په پاکستان کې دي.
پاکستان او چین د سيپیک موافقه په ۲۰۱۳ز کال کې وکړه او عملي کار په ۲۰۱۵ز کال کې پیل شو. له هغه وخت راهیسې بیجېنګ په پاکستان کې د لسګونه اربه ډالرو پانګونه کړې ده.
د هغو پروژو مرکز په بلوچستان کې دی او د بلوڅ لېبریشن ارمي په ګډون یوشمېر بلوڅ بېلتونپالې ډلې دریځ لري چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.
په ګوادر کې تازه برید پر داسې مهال وشو تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.
د چارواکو په خبره، د اګست پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په لاسي بمي برید کې د دوو پولیسو په ګډون پینځه تنه ژوبل شول.
تر دې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د قلات انتظامیې ویلي ول چې په منګوچر کې د وسلوالو په برید کې د سرحدي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.
د انتظامیې په وینا، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د منګوچر په بازار کې پر سرتېرو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.
ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه.
اخوا په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست پر اتمه په بیان کې وویل چې پر هغه ورځ یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.
پولیسو هغه مهال ویلي ول چې وژل شوي د ناقانونه ډلې غړي ول خو نور تفصیل یې نه وو ورکړی او هېڅ وسلوالې ډلې هم د نښتې په اړه څه نه ول ویلي.
په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، تحریک جهاد پاکستان او د بېلتونپاله بلوڅانو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعالې دي.
په ژوب او ورسره نېږدې په شېرانیو ضلع کې په وروستیو کې د ناامنیو یوشمېر پېښې شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.
د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.
تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.
د پاکستان پوځ وايي، په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.