ایرانیانو یوشمېر هېوادونو کې د مهسا امیني تلین په مناسبت مظاهرې کړې دي
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په مرکزونو کې لسګونه ایرانیانو د مهسا امیني د لومړي تلین په مناسبت مظاهرې کړې دي او په ایران کې یې د ښځو د حقونو غوښتنه کړې ده. ۲۲ کلنه مهسا امیني د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې د هغوی په حراست کې بېهوښه شوې وه او د سېپټېمبر پر ۱۶مه مړه شوه. د هغې کورنۍ او فعالان وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو تهران وايي چې د مړینې لامل یې د زړه درېدل ول. د امیني مړینې په ایران او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پراخې مظاهرې پارولې وې. د رویټرز، اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.