د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: واشنګټن او کییف د وسلو ګډ پیداوار پیلوي


زېلېنسکي د سېپتېمبر پر ۲۱مه له جو بایدن سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل.
زېلېنسکي د سېپتېمبر پر ۲۱مه له جو بایدن سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي امریکا ته د خپل سفر په پای کې وویل چې اوکراین او امریکا موافقه کړې چې ژر به د وسلو ګډ پیدوار پیل کړي.

زيلينسکي وویل چې دا ګام به کییف د هوايي دفاعي نظام جوړولو قابل کړي.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه، اوکراینیانو ته په خپله ورځنۍ وینا کې، زیلینسکي وویل چې دا اوږد مهاله تړون به په اوکراین کې روزګارونه پيدا کړي او په هغه هېواد کې به نویو صنعتي مرکزونو ته لار جوړه کړي چې د روسیې د يرغل او جګړې له امله یې اقتصاد سخت اغیزمن شوی دی.

کییف د امکان تر حده د کورنۍ وسلو پيداوار ته د ودې ورکولو هڅې ځکه ګړندۍ کړي چې د ۱۹ میاشتو جګړې نه پس هغه هېواد وسلو او مهماتو ته سخت ضرورت لري.

زېلېنسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی وو. هغه د خپل سفر په ترڅ کې یو شمېر غونډو ته ویناګانې وکړې. هغه د سېپټېمبر پر ۲۱مه له امریکایي ولسمشر جو بایډن سره تر ناستې مخکې د امریکا د کانګرس او پوځ له مشرانو سره ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG