په غزني کې د نېزه بازۍ سیالۍ شوې دي
د افغانستان په غزني ولایت کې ځايي خلکو په خپلو هڅو او لګښت د نېزه بازۍ تاریخي او دودیزې لوبې ته دوام ورکړی. دوی د هېواد له واکمنانو غوښتنه کوي چې د دې لوبې په ژوندي ساتلو کې ورسره مرسته وکړي. په غزني کې د نېزه بازۍ د ټولنې مشران وايي په هغه ولایت کې د نېزه بازۍ د سیالیو لپاره خلکو له ۷۵۰ تر ۸۰۰ پورې اسونه ساتلي دي او د سیالیو لپاره نورو هېوادونو ته هم ځي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.