د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د ځمکې پر سر لانجه کې ۱ تن وژل شوی ۵ ژوبل دي


په قبايلي ضلعو کې زیاتره وخت د ځمکو لانجو پر سر په شخړو کې ولسونه يو بل ته مرګژوبله اړوي ـ پخوانی انځور.
په قبايلي ضلعو کې زیاتره وخت د ځمکو لانجو پر سر په شخړو کې ولسونه يو بل ته مرګژوبله اړوي ـ پخوانی انځور.

په کوز جنوبي وزیرستان ګورګوره سیمه کې د ځمکې پر سر لانجه کې یو تن وژل شوی او پینځه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې خلک وایي د احمد زیو وزیرو د دوو قبیلو زليخېلو او خوجلخېلو ترمینځ له تېرو پینځو ورځو راهیسې نښته روانه ده.

د کوز جنوبي وزیرستان د سیاسي ګوندونو د اتحاد یو مشر ایاز وزیر د اکتوبر پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې د سیمې انتظامیه د دغې نښتې په ودرولو کې ناکامه شوې ده.

نوموړی وایي د نښتې پر مهال دواړو خواوو پر یو بل د درنې وسلې استعمال هم کړی دی.

په سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند یو ځایي مشر عمران مخلص مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د نښتې په ودرولو کې رول ترسره کړي.

نوموړی وایي، په دغه اړه موږ د سیمې د انتظامیې او پوځي چارواکو سره هم خبرې کړي خو دغه مسله نه ده هواره شوې، اوس چې په ۲۰۱۸ز کال کې قبایلي ضلعې د خیبر پښتونخوا برخه دي نو دا اوس د ریاست ذمه واري جوړېږي چې د دا ډول نښتو مخنیوی وکړي.

بلخوا د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي چارواکي وایي دوی تر دې وړاندې هم په دغه اړه د سیمې د مشرانو سره یوه جرګه کړې وه خو دغه مسله هواره نه شوه او اوس یې یو ځل بیا د دغه مسلې د هواروالو لپاره د ټولو خواو سره خبرې پیل کړي او هلته یې د بندیز ۱۴۴ دفعه لګولې ده.

تر دې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د نانوخېل مسيدو او سپېرکۍ وزیرو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتو کې يو کس وژل شوی او دوه تنه زخميان شوي ول.

په قبايلي ضلعو کې زیاتره وخت د ځمکو لانجو پر سر په شخړو کې ولسونه يو بل ته مرګژوبله اړوي. تر دې مخکې هم هلته ورته پېښې شوې دي.

په شمالي وزیرستان کې عیدک بوراخېل، خدي مچي خېل، مچي خېل مبارک شاهي، مدخوزي دته خېل، ایپي مدي خېل او نورو ترمینځ د ځمکو شخړې موجودې دي.

په میرامشا کې د درپه خېلو او تبي قبیلو ترمینځ له کلونو راهیسې د ځمکې پر سر شخړه روانه ده. پر دې سربېره په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یو شمېر لانجې دي چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او همداراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمينځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.

د دې ترڅنګ، د جنوبي وزیرستان مسید هم د شمالي وزیرستان له وزیرو سره په رزمک کې د ځمکې لانجه لري.

دا راز د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده.

د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG