میدرېد لوی ښار دی خو په لارو یې اوس هم شپانه له رمو سره تېرېږي
د هسپانیې د میدرېد په مرکز کې هر کال د پسونو او بزو رمې پر هغو لارو تېرېږي چې له پېړیو راهیسې به شپنو د موسم له بدلېدو سره ورباندې بیولې. د هسپانیې پارلېمان په ۱۹۹۴ز کال کې شپنو ته پر هغو دودیزو لارو د تګ اجازه ورکړه چې اوس ورڅخه یوه مېله جوړه شوې چې بهرني سیلاني هم ورځي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.