افغان کډوال وايي پاکستان کې ډېر ځورېدلي دي
له پاکستانه افغانستان ته له تازه ستنو شویو کډوالو څخه یې ځینې وايي چې په هغه هېواد کې چارواکو زښت ځورولي ول. یو کډوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په ټول ژوند به بیا پاکستان ته د تګ اراده و نه کړي. خو د پاکستان چارواکو په بیا بیا د کډوالو د ځورولو تورونه رد کړي دي. دوی زیاتوي چې د هېواد امنیت لپاره د بې اسناده کډوالو ایستل اړین دي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.