د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: وسلوال برید کې يو کس وژل شوی او ۱۱ ټپیان دي


ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي چې پکې د دوو روغتيايي حالت نازک دی - د نومبر ۱۳مې انځور.
ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي چې پکې د دوو روغتيايي حالت نازک دی - د نومبر ۱۳مې انځور.

د ډېره اسماعیل خان پولیس وايي چې د نومبر پر ۱۳مه په درازنده کې د تيلو او ګیسو پر يوې شخصي کمپنۍ په وسلوال برید کې يو کس وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.

د درازندې تاڼې مشر دین محمد مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګنده وسلوالو دا برید هغه مهال وکړ چې د الحاج په نوم کمپنۍ ساتونکيو په دوه ګاډو کې د ودانۍ ګزمه کوله.

"په دې برید کې د الحاج تيلو او ګیسو کمپنۍ د ګادي ډرايور وژل شوی او ۱۱ ساتونکي ژوبل شوي دي. ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي."

چارواکي وايي چې په ژوبلو کې د دوو کسانو روغتیايي حالت د اندېښڼې وړ دی.
چارواکي وايي چې په ژوبلو کې د دوو کسانو روغتیايي حالت د اندېښڼې وړ دی.

بلخوا د ډېره اسماعيل خان د ژغورونکې ادارې د ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکي محمد اعزاز دوتاڼي مشال راډيو ته وویل چې په ژوبلو کسانو کې د دوو روغتیايي حالت نازک دی.

تردې وړاندې د نومبر پر شپږمه هم پر دې کمپنۍ برید شوې وو چې پکې يې دوه ساتونکي وژل شوي ول. تر اوسه پورې د دواړو بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

د نومبر پر درېيمه هم په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي ول. په وژل شويو کې پينځه عام وګړي ول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شوي ول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې شوې وه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې وژل شوی وو.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG