بلوچستان کې کروندګرو د بجلۍ لوډشېډينګ پرضد لاريون کړی دی
د بلوچستان کروندګرو اتحادیې په کوټه کې د بجلۍ (برېښنا) د زیات لوډشېډينګ (پارچاو) پر ضد د "بېلچه مارچ" په نوم لاریون کړی دی. د نومبر پر ۱۳مه، احتجاج کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کښت لپاره دې لږ تر لږه په شواروز کې اته ساعته بجلي ورکړل شي. د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ويلي دي چې د کروندګرو د مسلې د حل لپاره هڅې کوي. ويډيو رپورټ