د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې له ۹ ورځو راهیسې د نانبایانو کاربندیز دوام لري


 نانبایان د ډوډۍ نرخ زیاتول غواړي خو ځای انتظامیه ورته د دې اجازه نه ورکوي ـ پخوانی انځور.
نانبایان د ډوډۍ نرخ زیاتول غواړي خو ځای انتظامیه ورته د دې اجازه نه ورکوي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د نانبایانو (نانوایانو) کاربندیز روان دی چې له وجې یې د ښاریانو ترڅنګ د هوټلونو او ریسټورانټونو خاوندان له ستونزو سره مخ دي.

کاربندیز د نومبر پر نهمه وروسته له هغې پیل شوی چې نانبایان د ډوډۍ نرخ زیاتول غواړي خو ځای انتظامیه ورته د دې اجازه نه ورکوي.

د نانبایانو د ټولنې مرستیال مشر محمد اکبر مشال راډیو ته وویل، د ګرانۍ له وجې د صوبې د نورو برخو په څېر د کوټې نانبایان د ډوډۍ نرخ زیاتول غواړي خو حکومت یې نه پرېږدې او حال دې ته رسېدلی دی چې نانبایان ډوډۍ خرڅوي خو په کور کې ډوډۍ نه لري.

هغه وویل: "موږ هم کور لرو، بچیان لرو. د کور خرڅ مو نه پوره کېږي، بچو د تعلیم او ډوډۍ بندوبست نه شو کولی نو مجبور شو چې خپل دوکانونه بند کړو. موږ وایو چې په خضدار او پښین کې د ډوډۍ کوم نرخ او وزن دی هم هغه دې حکومت راکړي."

د کوټې د تنورو خاوندان د ۱۶۰ ګرامه ډوډۍ نرخ ۳۰ روپۍ او د ۲۰۰ ګرامه ډوډۍ نرخ ۳۵ روپۍ غواړي خو د ضلعي چارواکو له لوري دوی ته ۱۹۵ ګرامه ډوډۍ په ۲۵ روپۍ د خرڅولو اجازه ده.

د کوټې د دوکاندارنو ټولنې هم د نانبایانو د احتجاج ملاتړ کړی دی. هغوی وایي د ګیس، لرګو، دوکانونو کرایې او نور هر څه ګران شوي دي خو د کوټې انتظامیه یې د کاروباریانو ستونزې په نظر کې نه نیسي.

خو د اوړو دوکانداران وایي چې اوړه ډېر ګران شوي نه دي خو نانبایان د ډوډۍ نرخ له حده زیاتول غواړي.

د کوټې سرکلر روډ د اوړو دوکاندارانو د ټولنې مشر خدایداد اغا مشال راډیو ته وویل: "تر ټولو ښه اوړه چې ۱۰۰ کیلو وزن لري، نرخ یې ۱۴۰۰۰ روپۍ دی او په بازار کې هم زیات دی چې هر تنور والا یې غواړي په دغه نرخ یې زه ورسوم. د نانبایانو هړتال ناسم دی."

د نانبیانو کاربندیز د کوټې د ښاریانو ترڅنګ د خوراک خرڅونکو کاروبار اغېزمن کړی دی. د ښار د یو هوټل مالک شهاب الدین اغا وایي، د نانبایانو د هړتال له وجې یې کاروبار نیم په نیمه کم شوی دی.

هغه وایي: "ډوډۍ له له یارو څخه راوړو. چې راوړو هغه سړه وي. سړه ډوډۍ څوک نه خوري نو موږ یې د پراټو په تبۍ ورګرموو او ګوزاره پرې کوو."

د بلوچستان حکومت وایي د تنورونو له خاوندانو سره خبرې کوي او ژر به ستونزه هواره کړي. د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، له کاربندیزه عادي خلک اغېزمن شوي دي او دا شکایت به ژر لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG