د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وایي، پاکستان دې د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.
یاد سازمان د نومبر پر ۳۰مه په دې اړه د خپلو موندنو راپور هم خپور کړ او و یې ویل چې د پاکستان چارواکو او پولیسو له افغان کډوالو سره په "پراخ کچ ناوړه چلند" کړی دی.
د سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي مشال راډیو ته وویل، "د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې افغان پناه غوښتونکو ته د اخراج مهلت ختم کړي او اجازه ورکړي چې هغه افغانان چې په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی په پاکستان کې امنیت ولري او هغه کسان چې تر اوسه یې په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو کېسونه روان دي، وکولای شي خپلې قضیې مخته بوځي."
عباسي هغه ډله افغانان د بشري حقونو فعالان، خبریالان، همجنسپالان او نور هغه کسان یاد کړل چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د نومبر پر ۲۹مه د سېنېټ یوې کمېټۍ ته ویلي ول چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي. اسلام اباد البته ویلي دي چې هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په انتظار دي، نه باسي.
له دې پرته د پاکستان حکومت ویلي دي چې اړوندو چارواکو ته یې امر کړی دی چې اسناد لرونکي افغانان دې نه ځوروي. په دې لړ کې په سیند کې پولیسو په وروستیو کې درې سرتېري هم د افغان کډوالو د ځورولو په تور نیولي ول.
د پاکستان نګران حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې هغه هېواد دې پرېږدي که نه نو بیا به یې په زور باسي.
د حکومتي نېټې له پوره کېدو سره سم، د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا، د نومبر تر ۲۶مې ۴۲۱،۰۰۰ افغانان پر تورخم، چمن او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.