د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د افغانانو لپاره برابري او ازادي غواړي


د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر ـ پخوانی انځور.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر ـ پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کیرن ډیکر وايي، هېواد به یې هېڅکله د افغانانو د برابرۍ، ازادۍ او عدالت له دفاع څخه لاس وانخلي.

نوموړد دیسمبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ٧٥مې کليزې پر مهال ليکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د بشري حقونو د بنسټيزو حقونو ضمانت کوي چې هر انسان يې مستحق دی.

د دیسمبر ۱۰مه د بشري حقونو ۷۵مه کلیزه ولمانځل شوه. په هغه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي ول چې د امنیت له ښه کېدو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.

په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، پر نجونو او ښځو يوشمېر محدودیتونه لګولي او ګڼ شمېر فعالان یې نيولي چې ځینې یې بیرته خوشې شوي خو ځينیې یې لا هم به زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG