د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر په ترهګرۍ کې د لاسلرلو په تور د يوه پوليس سرتېري د نیولو دعوه کړې


د خیبر پښتونخوا د پوليس مشذ اختر حیات ګنډه پور پخوانی انځور
د خیبر پښتونخوا د پوليس مشذ اختر حیات ګنډه پور پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر دعوه کړې چې يو پولیس سرتېري یې د وسله والو سره د همکارۍ او په هدفي وژنو کې يې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

د پولیسو مشر اختر حيات خان ګنډه پور نن (د نومبر پر ۱۲مه) په يوه خبري غونډه کې وويل چې نیول شوی کس محمد ولي نومېږي چې د پېښور د دله زاک اوسېدونکی دی.

د نوموړي په دعوه، نيول شوي پولیس، د ځانمرګو بریدګرو په رسولو او پر ځينو کسانو هدفي بریدونو تر څنګ، د لاسي بمونو په غورځولو کې هم لاس درلود.

ګنډه پور زیاته کړه چې محمد ولي د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د پولیس لاين پر جومات د هغې حملې لپاره ځانمرګي بریدګر رسولی وو چې پکې ۶۸ پولیس وژل شوي او ۲۴۹ ژوبل ول. ګنډاپور وويل چې محمد ولي په ځانمرګي بریدونو کې استعمالېدونکو دوو جيکټونه سره نيول شوی دی.

د پولیسو مشر زیاته کړه چې تورن کس په ۲۰۱۹ز کال کې په پولیسو کې دنده پيل کړې وه او په ۲۰۲۱ز کال یې په ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې جماعت الاحرار کې غړيتوب اخیستی وو.

دده په دعوه، محمد ولي د تحريک طالبانو پاکستان وسلوالې ډلې جماعت الاحرار ته د پولیس لاين نقشه ورکړې وه او وروسته یې ځانمرګی بریدګر په موټرسايکل د حملې ځای ته رسولی وو.

تر اوسه پورې نيول شوي سرتېري، د هغه کورنۍ، تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG